د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزه ټړانګه کې نژدې نیمايي خلک بې کاره دي


د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي د فلسطین د غزې په تړانګه کې د بې کارۍ کچ د تېر کال تر پایه ۴۵،۲ فیصده ته رسېدلی وو.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او د کار د ادارې دا رپورټ پر داسې مهال خپور شوی دی چې اسراییل له پینځو کالونو راهیسې د غزي ځمکنۍ، بحري او هوايي محاصره کړې ده او د تګ لارې یې ورته تړلې دي.

د ملګرو ملتونو رپورټ وايي د بې کارۍ دا شمېر په غزه کې بحران او د اسراییلي محاصرې اثرات ښيي. غزه د مصر او اسراییل تر منځ د روم د سمندرګي پر غاړې پرته سیمه ده. د دې سیمې ابادۍ ۱،۵ میلیونه ده.

اسراییل وايي دې سیمې ته د تلو لارې به همداسې تړلې ساتي چې د حماس وسله وال اسراییل ته د ننوتو او له ایران او سوریا د وسلې، او چاودېدونکو موادو تر لاسه کولو ته پرېنږدي چې پر اسراییل د برید لپاره استعمالېدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG