د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه:له طالبانو او القاعدې سره باید بیل چلند وشي.




د ملګرو ملتونو يو لوړ پوړي چارواکي ويلي چي په افغانستان کي بايد له طالبانو او سخت دريځه القاعده سره بېل چلن وکړل شي. دا په داسي حال کي ده چي ملګري ملتونه د دواړو ډلو پر ضد دلګول شوو بنديزونو په اړه غور کوي چي دا ډول له طالبانو سره د سملي په خبرو اترو کي مرسته ورسيږي.


د افغانستان د حکومت لخوا له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو په لړ کي يوه مهمه موضوع د ملګرو ملتونو له تور لسټ څخه د يو شمېر طالب مشرانو د نومونو ايستل دي. په دې لړ کي په ملګرو ملتونو کي د جرمني سفير او د امنيتي شورا د بنديزونو د کمېټۍ مشر پيټر ويټينګ ويلي چي له تور لسټ څخه د طالب مشرانو د نومونو ايستل تر غور لاندي دي

په دې لړ کي امريکايي ورځپاڼه نيويارک ټايمز ليکي چي مهمه خبره د القاعده او طالبانو سره د بېل چلند د خپلولو ده. په دې اړه پيټر ويټينګ د وينا کولو پر مهال وويل، اوس وخت راغلی چي دغه دوې ډلي سره بيلي کړل شي ځکه چي د دوی دواړو د کار کولو طريقه او څرنګوالی له يو بل سره بېل دی.

بل پلو له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو لپاره د افغان حکومت او دهغه د ملګرو شرط هم دا دی چي طالبان دي له القاعده سره خپلي اړيکي پرې کړي.

په دې لړ کي امريکايي ورځپاڼه نيويارک ټايمز د يو مغربي سفارتکار له خلې ليکي چي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا به ډېر ژر پر يو وړانديز غور وکړي چي له مخي يې د بنديزونو کمېټۍ په دوو برخو کي ووېشل شي. يوه به يې د طالب مشرانو پر سفر او مالي چارو بنديز لګوي او بله به يې د القاعده پر غړو همدا ډول بنديز لګوي.

د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کي د القاعده او طالبانو د څارونکي ډلي همغاړي کونکی رچرډ بېريټ په وينا د بنديزونو د کمېټۍ وړانديز په داسي وخت کي راځي چي امنيتي شورا له تور لسټ څخه د څه باندي څلويښتو طالب مشرانو د نومونو پر ايستلو غور کوي. نومړي زيته کړه چي په دې لړ کي به د جون تر شپاړسمي نېټې پوري تر څلويښتو زياتو طالب مشرانو نومونه ولېږل شي. امنيتي شورا به په هم هغه وخت کي د طالبانو او القاعده په ضد پر بنديزونو غور کوي.

په دغو څه باندي څلويښتو طالبانو کي پنځه وار د مخه لا د افغان حکومت د سولي د عالي شورا غړي دي چي له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو د پرمخ بېولو دنده ورکړل شوې ده.

د بنديزونو کمېټۍ په تور لسټ کي دا مهال د يو سل اته دېرش طالب مشرانو او د څه باندي درې نيم سوه د القاعده د غړو او ډلو نومونه دي.
XS
SM
MD
LG