د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند:په جولايي کې د افغان ځواکونو آزمویښت




په راتلونكي جولاى میاشت كې به په ا فغانستان كې له بهرنیوځواکونو افغان امنیتي ځواکونوته د امنیتي چارو د سپارلو لړۍ پیلیږي.

هغه سیمې چې د امنیت د واک لېږد به یې افغان ځواکونو ته پکې سپارل کیږي یوهم د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار او شاوخوا سیمې دي.
خو د لښکرګاه اوسیدونکي وایې چې افغان ځواکونوته ښې وسلې او تجهیزات نه دي ورکړل شوي او ګرانه ده، چې د امنیت چارې په ښه توګه سنبال کړي.

دوی زیاتوي که چېرې افغان ځواکونه په ښه شان په وسلو او مهماتو سنبال شي نوبیا هغه وخت ترټولو ښه جګړه کولای شي او په دې برخه کې افغان ځوانان ښه تجربه لري نوځکه دوی باید لومړۍ ښه سنبال او وروسته د امنیت چارې وروسپارل شي.

د پوځي او سیاسي چارو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت هم وایې افغان ځواكونه هوایې ځواک، زغره وال ګاډي اونور تجهیزات نلري او هم هغه پخواني منصبدران چې د سړې جګړې په وخت کې په پخواني شوروي کې روزل شوي وو له پوځ او پولیسو ایستل شوي چې دوی د جګړې ښې تجربې لري نوګرانه ده، چې دا لړۍ به بریالى شي.

خو د هلمند والي محمد ګلاب منګل وایې چې که څه هم افغان ځواکونه الوتکې او ټانکونه، نه لري خود ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ چې د امنیتي چارو واک د لېږد مسوولیت لري د پلاوي سره په دې اړه مفصلې خبرې کړي او د یومنظم پلان په درلودلو ډاډه يو،چې دا پروسه به بریالی ترسره کیږي.

نوموړى زياتوي: ((تيره اونۍ ډاګټر اشرف غني احمدزى، چې په افغانستان كې له بهرنيو ځواكونو څخه د امنيتي چارو د مسووليت سپارلو كميسيون مشر دى له يوه ګډ پلاوي سره هلمند ته په دې موخه سفر كړى وو چې زموږ سره دامنيت د سپارلو په ستونزو او پلانونو وغږيږي.

دوى په خپلو خبرو كې زموږ پلانونه او كړنلارې په دې خوښ كړل چې له بهرنيو ځواكونو څخه د لښكرګاه د امنيت سپارلو چارې افغان ځواكونو ته ورسپاري او موږ پوره چمتو والى لرو چې له بهرنيو ځواكونو نه دامنيتي چارو سنبالښت په واك كې واخلو.))

د یادونې ده چې له بهرنیو ځواکونو به د امنیت چارو سپارلو لړۍ د جولای په میاشت کې پیل اوتر ۲۰۱۴ کال پورې بشپړیږي.
خو ترڅنګ یې په دې ورځوکې له وسله والو مخالفینو سره د روغې جوړې او هم په افغانستان کې د امریکا د دایمې پوځي اډو شتون ستراتیژیک تړون د لاسلیک په اړه هم په لوړه کچه خبرې روانې دي.
XS
SM
MD
LG