د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګېټس: له پاکستان سره بابد په زغم چلند وشي




یو خبري اژانس اې پي د امريکا ددفاع چارو وزير رابرت ګيټس سره ځانګړي مرکه کړيده چې د نوموړي په وينا امريکا په دي خفه ده او شک لری چې پاکستان د بمونو جوړولو کارخانو په اړه اورپکو ته معلومات ورکول او د امريکا استخباراتې ادارو ته ددی ځايونو معلومات شته .


هغه لږ ګړۍ له تمېدو وروسته وویل چې پاکستاني چارواکو له القاعده سره ټړلې حقانې ډلې ته معلومات ورکړی دي، خو هغه زياتوي دغه ډول پېښې بايد د امريکا او پاکستان ترمنځ اړيکي خراب نکړي.

خبري اژانس اې پی ليکي امريکا تېرو ااونيو کې له پاکستان سره اړيکي پرځای کولو لپاره دغه هیواد ته استخباراتي معلومات ورکړي وو چې حقانې ډله په دوه ځاينو کې د بمونو جوړلو کارخانې لري خو چې کله پاکستانې ځواکونه دغه ځايه ته ورغلل نو هغه ځايونه له مخکې نه خالي کړل شوي وو.

خبری اژانس اې پي د يو امريکايي چارواکې له خولې د نوم نه ښودو په شرط ليکې داسې ګومان کيږی چې پاکستان حقانې ډلې سره دا معلومات شريک کړی وو.

د خبری اژانس اې پي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا په پاکستان نور زيات زور اچول پکار دی نو د دفاع وزیر رابرټ ګيټس وايي چې په دې اړه له صبره کار اخستل پکار دی، د هغه په خبره چې پاکستان لا تراوسه دا خبره نه ده هېره کړې چې کله شوري اتحاد له افغانستانه ووت نو امريکا پاکستان پرېښودو.


رابرټ ګيټس وايي، چې دواړه هيوادونو ته د يو بل ضرورت دی او دا اړيکي بايد په افغانستان پورې محدود نه وي. دا ددې سيمې د استحکام لپاره مهم دي او موږ باید د پاکستان په بې اعتمادۍ رښتنوني و اوسو هغه دا چې دوی پوره یقین لري داسې نه چې امریکا د القاعدې کار تمام کړي او بیا سیمه پرېږدي .

د واشنګټن او اسلام اباد د کړکېچنو تعلقانو باوجود او د کانګرس د ځینو غړو دا پوښتنې چې د ۲۰۱۱ م کال د ترهګرو بریدونو وروسته له پاکستان سره د بیلیونونو ډالرو د مرستې په دلیل نه پوهېږي رابرټ ګېټس په ځواب کې وویل چې ددغه هڅو او مرستو قیمت ادا کړل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG