د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه:د پښتونخوا بلډ بېنک لاریون


د وينې دادلو نړيوالې ورځ په ترڅ کې نن پر ۱۴م جون د پښتونخوا وينه زيرمتون له لوري په په کوټه ښار کې لاريون شوی چې پکې د پښتونخوا بلډ بېنک کارکونکو ،زدکونکو برخه اخیستې.

لاریونکونکو په لاسونو کې د وینې دادولو په اړه ټوکري( بنرې) او کاغذي )پلې کارډونه( لیکنې اخیستې وې. د پښتونخوا بلډ بينک مشر قادر آغا ايډووکيټ لاریونکو ته په خپله وینا کې وویل چې بلډ بېنک د ټول انسانيت په خدمت کي ۲۴ ګنټې کار کوي۔ او بې له رنګه ، نسله، ژبې ، مذهب ، سيمې د ټولو انسانانو پر خدمت يقين لري۔


نوموړی وايي همدا وجه ده چې پښتونخوا بلډ بېنک دا وخت د مياشتي ۶ لکه سي سي وينه ، ناروغه ماشومانو، ښځو، ټپيانو اوان دا چي ۲۵۰ هغه وړو او لويو ماشومانو ته هره مياشت وينه ور کوي چي د وينې کمۍ يا تېلیسيمیيا ناروغي لري.

قادر آغا زياته کړه چي نن پښتونخوا بلډ بېنک که یو خوا ته دويني ورکولو کار په غاړه لري نو بلخوا یې د ولس په مرسته اوس تير کال د پښتونخوا ايمبولينس سروس هم خلاص کړی دی ۔

هغه زیاته کړه، چې پښتونخوا بلډبېنک د وينې زېرمولو تر ټولو غوره سرچینه خپل ولس بولي او د هغوی په مرسته خپل ضرورتونه پوره کوي.او پر خلکو یې غږ وکړ چې په درو میاشتو کې یو ځل دې خپله وینه پښتونخوا بلډ بېنک ته دادوی.


هغه زياته کړه چې اوس پښتونخوا بلډ بېنک ۵ لاندينۍ څانګې لري چه په هغو کې چمن، لورالايي، ږوب، پښين او کوټه راځي۔ او س هم د پښتونخوا وطن ډيره لويه برخه پاته ده چي پکې یې د ځانګو پرانستولو نیت لري.او خپل ولس په دې پوه کړو چي دويني دادونه د بل ژغورنه ده. او ټول خلګ دې ته و هڅوو چي هغه خپل زکاتونه، خيراتونه، د اختر د قربانۍ پوستونه پښتونخوا وينه زيرمتون يا پښتونخوا بلډ بانک ته داد کړي۔ او د خير ښېګڼې په دې کار کي د اړينو خلګو مرسته وکړي.

هغه پر نړيوالو ادارو ږغ وکړ چي هغه دي د پښتونخوا بلډ بانک سره مرستي وکړي۔ چي دغه ډول دا کار نور مخ په وړاندې یوسي.
XS
SM
MD
LG