د لاسرسي ځای

تازه خبر

په وزیرستان کې بمي برید


په قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځیانو له یوې قافلې سره د سرک تر غاړې بمي برید په پېښه کې درې سرتېري وژل شوي دي.
له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي چاودنه په لدا کې شوې ده او په پېښه کې څلور سرتېري ژوبل شوي هم دي. په دې پېښه کې د پوځیانو یوه ګاډي ته هم زیان رسېدلی دی. د روانې میاشتې په نهمه نېټه هم په جنوبي وزیرستان کې پر پوځیانو برید شوی وو چې په کې د امنیتي سرتېرو اته کسان وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG