د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې بریدونه د دره ادم خیل طالبانو کړې



په پېښور کې د وړمه شپې د دوو بمي چاودنو پړه د دره آدم خیل تحریک طالبان پر خپله غاړه اخیستې.چې په کې په ګن شمېر کې خلک مړه او ټبیان شول.د اوسنیو مالوماتو له مخې د وژل شویو شمېر ۴۰ تنو ته رسېدلی دی.او ژوبل کسان تر سلو زیات دي.

که څه هم تحریک طالبان پاکستان وايي چې د پېښور چاودنه دوی نه ده کړې خو د ددره آدم خیل تحریک طالبان وايي چې دا بریدونه دوی کړي دي.

د دغه ډلې د فعالیتونو په اړه
د سیمې د چارو کارپوه رحیم الله یوسفزي وايي دا هم د د تحریک طالبان پاکستان برخه ده او زیاتوي چې د دره ادم خیلو د طالبانو ښاخ یې ډېره موثره بهغه دی .ددغه ډلې مشر طارق اپرېدی دی.بیا مفتي الیاس دی.اصف یې یو وړوکی کمندان دی او یو ویاند د محمد په نامه لري چې اکثره رابطې یې له هغه سره وي.دوی د دره ادم خیلو ترڅنګ په اورکزو کې هم فعالییت لري.او له پېښور سره نژدې د متنو په سیمه ادېزو کې هم دوی حملې کوي.له دوی سره ځانوژونکي بریدکونکي هم ډېر دي.او په پېښور کې زیاتې حملې دوی کوي.

د پېښور په خیبر سپر مارکېټ کې وړمه شپه د وسلوالو طالبانو د برید وروسته هلته ژوند په ټپه ولاړ دی او نن په دویمه ورځ هم سیمه د پولیسو په ناکه کې ده.

په دې سیمه کې د پښتونخوا د لرو پرتو سیمو زدکونکي په پرایوېټ هاسټلونو کې اوسېږي ،او د خبري رسنیو دفترونه دي. د چاودنو وروسته اوس هم هلته ویره تره خوره ده.

له قیوم سټیډیم سره نژدې ددغه چاودنې له ځای سره اوسېدونکي وايي چې په شاوخوا ټوله سیمه کې تور تم دی.او د چاودنې له وجې د زیانمن شویو ریسټورانونو له وجې خواړه هم نه پیدا کېږي.

د پېښور یو خبریال شوکت خټک وايي داسې ښکاري چې د برید خاص هدف نه وو بلکه که وکتل شي نو په هغه کې پولیس ،زدکونکي ،خبریالان او لنډه دا چې د ژوند د هرې طبقې خلک په کې وژل شوي دي.

د سیاسي چارو کارپوه خادم حسین وايي،که څه هم دا برید د دره آدم خیل تحریک طالبان کړی او تحریک طالبان پاکستان انکار ترې کوي خو خبره دا ده چې دوی یې غندنه هم نه کوي او نه هم یوه ډله بلې ته بد وايي.دی زیاتوي که حکیم الله مسود،ولي الرحمن او قاري حسین خپلو کې اختلاف لري نو بیا دې د یو بل پر ضد فتوې ورکړي خو داسې هیڅ نه تر سترګو کېږي چې د طالبانو مرکزي تنظیم دې د خپلو هغو وړو ډلو احتساب وکړي چې د دوی په خیال د دوی له اختیاره بهر بریدونه وکړي.بلکه دا ټول یو دي.


له دې خونړۍ پېښې وروسته شننونکي په دې نظر دي چې د پاکستان د طالبانو تحریک یې ځکه پړه پر غاړه وانه خیسته چې ټول عام خلک په کې ووژل شو.
XS
SM
MD
LG