د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: دوه پنجابي طالبان نیول شوي


د پاکستان د سېند صوبې په مرکز کراچۍ کې پولیس وايي د تحریک طالبان پنجاب ډلې دوه وسله وال نیولي دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي دا کسان د کراچۍ له پیر اباد سیمې تر پولیس مقابلې وروسته نیول شوي دي. پر دې مهال د کراچۍ د سي آی ډي پولیسو یوه مشر اسلم خان خبریالانو ته ویلي چې نیول شوي کسان عبدالرزاق او راشد اقبال دي او د پلټنو پر مهال یې ویلي چې دوی به ماشومان وزیرستان ته بیول او د ځانمرګي برید لپاره به یې روزل. پولیس وايي له نیول شویو طالبانو یې وسله هم ترلاسه کړې ده. پولیس زیاتوي له دې وسله والو یې دوه ماشومان هم راخلاس کړي دي چې په وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ژوبل شوي او بیا کراچۍ ته راوستل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG