د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایراني پلازمېنه کې مظاهرې


رپورټونه وايي په ایران کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ نښتې شوې دي.
دا مظاهره چیان په پلازمېنې تهران کې د ولسمشر محمود احمدي نېژاد د لانجمنو ولسمشریزو انتخاباتو د دویم کال په پوره کېدو راغونډ شوي ول. پر دې مهال یوه مظاهره کوونکي د ازادې اوروپا د راډیو ایراني څانګې ته وویل په مظاهرې کې د مخالف ګوندونو ډېرو ملاتړو برخه واخیسته. د مخالفینو د یوه ویبپاڼې په وینا پولیسو یو شمېر مظاهره چیان نیولي دي. په ایران کې د ۲۰۰۹ز کال ولسمشریز انتخابات تر هغې وروسته لانجمن شول چې پر ولسمشر احمدي نېژاد د درغلۍ تورونه پورې شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG