د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا په زاوبه سیمه کې نښتې روانې دي


د لیبیا په زاویه سیمه کې د یاغیانو او د معمر قذافي پلویو ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي.
زاویه وړوکی ښار دی چې د پلازمېنې طرابلس په غرب کې د پنځوس کېلومیټره په واټن پروت دی. دا سیمه د تېلو لوی بندر لري. د قذافي د ځواکونو له وینا سره سم، یاغیان یې په شا تمبولي دي. دوی دا هم ویلي چې د زاویه په مرکز کې وړې نښتې اوس هم روانې دي. د لیبیا پر ټیلي وېژن د قذافي عکسونه ښودل شوي دي چې په دې هېواد کې د ناټو ځواکونو تر هوايي بریدونو پیلېدو وروسته زیات پر ټیلي وېژن نه دی راغلی. په دې عکسونو کې قذافي د شطرنج د نړیوال فېډراسون له مشر کېرسن اېلیوم ژينوف سره ناست دی. اېلیوم ژېنوف ویلي په پلازمېنې طرابلس کې یې له لیبیايي مشر سره د شطرنج لوبه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG