د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بحرین کې په نژدې ۱۰،۰۰۰ مظاهره چیان راوتي دي



په بحرين کې شاوخوا لسو زرو کسانو په یوه لاریون کې برخه واخیسته. ویل کيږي چي دا له هغه را وروسته تر ټولو لوی لاریون دی چي څو میاشتې له مخه حکومت په دې ملک د سیاسي ازادیو غوښتونکي مظاهره چیان وځپل.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس لیکي ، امنيتي ځواکونه د مرکز مناما په شمال لوېديځ کې د شیعه ګانو په سيمه کې له خلکو لري ولاړ ول او د تاوتریخوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.

د بحرين سني مشرانو لاريونونو ته اجازه ورکړې ده او دا وروستى لاريون په داسې حال کې شوی چي حکومت څه کم دوه اوونۍ مخکې پوځي قانون لري کړو.

په بحرین کې د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د پیل شوو ناکراریو په لړ کې لږترلږه یو دېرش کسان وژل شوي دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG