د لاسرسي ځای

پر امریکايي سفارتخانو د بریدونو مشکوک سرغنه ووژل شو


د صومالییا چارواکي وايي په ۱۹۹۸م کال کې په کېنیا او تنزانیا کې د امریکا پر سفارتخانو د بریدونو په دسیسو تورن فضل عبدالله محمد یې په صومالیا کې وژلی دی.

د صومالیا چارواکو د ډي این ای ټسټ له مخې د هغه د وژل کېدو پخلی کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هلري کلنټن ویلي ، د فضل عبدالله محمد وژل کېده پر القاعده او د هغوی پر ملګرو یو لوی ګزار دی.

ویل کیږي چي فضل عبدالله محمد په صومالیا کې د اورپکې ډلې الشباب یو لوړپوړی کومندان او په ختیزه افریقا کې د القاعده شبکې د عملیاتو مشر وو.
XS
SM
MD
LG