د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور چاودنه کې ۳۵ مړه او تر سلو ډېر ژوبل


د پېښور چارواکي وايي، په پيښور کې د تیرې شپې بمي چاودنې یوسلو دیرشو تنو تنه ته مرګ ژوبله واړوله.

دا چاودنه بیګا تر نیمې شپې وروسته د پيښور ښار صدر بازار ته څیرمه د یوه هوټل مخې ته شوې.

د پيښور پولیسو د معلوماتو له مخې بیګا تر نیمې شپې وروسته صدر بازار ته څیرمه د خيبر سپر مارکيټ نومي سیمې د یوه هوټل په پخلنځي کې د ګازو سلنډرچاودنه وشوه او همدا چې د شاوخوا ودانیو خلک او د نژدې پوستې امنیتي ساتونکي د مرستې لپاره سیمې ته ورسیدل نو ناڅاپه پرې د یوه ناڅرګند کس له لوري ځانمرګی برید وشو.

پولیسو ویلي، چې برید کوونکی پر موټر سايکل سپور و چې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې یې له ملا تړلیو چاودیدونکیو موادو ته چاودنه ورکړه.

د پيښور پولیسو یوه مشر افسر اعجاز خان چې د پېښې په ځای کې یې خبریالانو ته مالومات ورکول وویل،لومړی یوه وړه چاودنه وشوه، همدا چې پولیس، ژورنالیستان او عام خلک د پيښې ځای ته ورسیدل نو پينځه منټه وروسته یوه بله زوروه چاودنه وشوه.

له شواهدو څرګندیږي، چې دا چاودنه یو ځانمرګی برید و چې پر موټرسايکل د یوه سپاره کس له خوا شوې.

د پولیسو د لومړنیو تحقیقاتو له مخې په چاودنه کې له لسو نه تر شل کلو پورې چاودیدونکي مواد کارول شوي.

نوموړي وژل شوي ټول ولسي خلک وبلل، خو زیاته یې کړه چې په ټپيانو کې د پولیسو د دوو افسرانو په ګډون اته تنه سرتيري شامل دي.

بل خوا د پيښور د ليډی ريډنګ روغتون سرچینو بیا د یوشمېر ټپيانو روغتیايي حالت نازک بللی، د دې روغتون یوه چارواکي له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل، روغتون ته شاوخوا سل تنه ټپيان راوړل شوي، چې له دې ډلې د څوارلسو یا پنځلسو روغتیايي حالت نازک دی او پاتې نور یې لږ څه ښه دي.په وژل شوېو کې ځینې یې د اور په لمبو سوځيدلي او تر اوسه یې لا پېژندګلو نه ده شوې.٬٬


په چاودنه کې ډېری وژل شوي ولسي خلک دي .خيبر سپر مارکيټ د صدر بازار مرکزي څلور لارې شمال لور ته په شاوخوا یو کیلومترۍ او له حساسې پوځي سیمې سره په څو مټرۍ کې پروت دی.

په دې سیمه کې د خيبر اجنسۍ د پولیټيکل اجنټ دفتر د پوځي افسرانو اوجګپوړو افسرانو کورونه ، د مطبوعاتو، د سینما او تیېټر د اداکارانو دفترونه، پرایوېټ هاسټلونه او ګڼ شمېر دوکانونه او په شاوخوا دوه کیلومټرۍ کې د پيښور هوايي ډګر او د پوځ نور مرکزونه دی چې تر کلکې امنيتي څارنې لاندې ساتل کیږي.

خو دا لومړی ځل نه دی چې د ښار په دې حساسه سیمه کې دا ډول پېښه کیږي، له دې وړاندې تیره میاشت په همدې سیمه کې د خيبر ایجنسۍ د یوه خبریال نصرالله اپریدي په موټر چاودنه وشوه چې په کې نوموړی ځای پر ځای ووژل شو.

بل خوا دوه اوونۍ وړاندې د همدې سیمې په شاوخوا درې کیلومټرۍ کې د سي ای ډي پولیسو پر یوه تحقیقاتي مرکز د موټر بم حمله وشوه، چې د پولیسو په ګډون ګڼ شمېر خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

دا په خيبر پښتونخوا کې د روان میلادي کال په لومړېو شپږو میاشتو کې اوولسمه چاودنه ده چې د پولیسو د مالوماتو له مخې تر اوسه ټولټال ۱۸۰ تنه په کې وژل شوي.

که څه هم د چاودنو دا لړۍ د اوږدې مودې راهیسې روانه ده خو په مۍ میاشت کې په دې هېواد کې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته دا لړۍ څو وارې تیزه شوې.

که څه هم وسلوالو طالبانو د اسامه بن لادن د غچ اخیستو په ترڅ کې یو شمېر چاودنې کړې خو اوسنۍ هغې پړه لا چا پر خپل سر نه ده اخیستې.
XS
SM
MD
LG