د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوی بجټ، تنخاګانې لوړې شوې


د خیبر پښتونخوا حکومت د دې صوبې اسمبلۍ ته د ۲۰۱۱-۲۰۱۲ز مالي کال لپاره، د ۳۳۶ اربه روپیو بجټ وړاندې کړی دی.

تر دې مخکې د دې صوبې کابینې دا بجټ منظور کړی وو. اسمبلۍ ته د صوبې د مالي چارو وزیر اینجینر همایون خان د بجټ بل وړاندې کړ. له پېښوره د مشال راډیو خبریال خالد خان وايي، په بجټ کې د کالني پرمختګ د پلان لپاره ۸۵ اربه روپۍ ايښودل شوې دي. د ده په خبره، د دې پیسو شا و خوا ۹۰ فیصده برخه به په روانو پروژو مصرفېږي او د نوي مال کال لپاره د لږو نویو پروژو د پیلولو خبره شوې ده. همداراز د ۲۰۱۱-۲۰۱۲ز مالي کال په بجټ کې د باچا خان روزګار سکیم لپاره یو ارب روپۍ ايښودل شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG