د لاسرسي ځای

تنخاګانې لوړې، د پښتونخوا ستورو ته سکالرشپونه


پېښور: د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي. له نوموړي سره د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین هم ناست دی. هوتي نن په اسمبلۍ کې د بجټ د وینا پر مهال ناست وو. دا انځور د ۲۰۰۹ز کال د اپرېل په شپاړسمه اخیستل شوی وو.

پېښور: د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي. له نوموړي سره د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین هم ناست دی. هوتي نن په اسمبلۍ کې د بجټ د وینا پر مهال ناست وو. دا انځور د ۲۰۰۹ز کال د اپرېل په شپاړسمه اخیستل شوی وو.

رپورټ: مشال راډیو

د خیبر پښتونخوا حکومت د دې صوبې اسمبلۍ ته د ۲۰۱۱-۲۰۱۲ز مالي کال لپاره، د درې سوه شپږ دېرش اربه روپیو بجټ وړاندې کړی دی.

تر دې مخکې د دې صوبې کابینې دا بجټ منظور کړی وو.

اسمبلۍ ته د صوبې د مالي چارو وزیر اینجینر همایون خان د بجټ بل وړاندې کړ.

له پېښوره د مشال راډیو خبریال خالد خان وايي، په بجټ کې د کالني پرمختګ د پلان لپاره ۸۵ اربه روپۍ ايښودل شوې دي. د ده په خبره، د دې پیسو شا و خوا ۹۰ فیصده برخه به په روانو پروژو مصرفېږي او د نوي مال کال لپاره د لږو نویو پروژو د پیلولو خبره شوې ده.

همداراز د ۲۰۱۱-۲۰۱۲ز مالي کال په بجټ کې د باچا خان روزګار سکیم لپاره یو ارب روپۍ ايښودل شوې دي.

د دې ترڅنګ د پښتونخوا ستوري په نوم یو نوی پروګرام پیلېږي چې ترمخې به یې د صوبې ځلاندو زده کوونکیو ته بورسونه یا سکالرشپونه ورکول کېږي. په خیبر پښتونخوا کې اته تعلیمي بورډونه دي. د سکیم تر مخې، د دې بورډونو د لسم او یولسم-دولسم ټولګیو په ازموینو کې د تکړه او ځلاندو زده کوونکیو په توګه برسېره کېدونکو ته به وظیفې یا سکالرشپونه ورکول کېږي.

د نوي مالي کال په بجټ کې د حکومتي کارکوونکیو معاشونه یا تنخاګانې هم ۱۵ فیصده زیاتې کړل شوې دي.

د بجټ د غونډې پر مهال سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي ول او په دې غونډه کې د صوبايي اسمبلۍ غړو او پارلېماني مشرانو ګډون وکړ.
XS
SM
MD
LG