د لاسرسي ځای

تازه خبر

د درغلۍ پر ضد د نه خوړلو هړتال


په هیند کې د درغلیو پر ضد د نه خوړلو د هړتال کوونکي یوګا ګورو روغتیايي حالت تر هغې وروسته ښه شوی دی چې تېره ورځ په روغتون کې داخل کړل شو.

شپږ څلوېښت کالن بابا رام دیو، یوه اوونۍ مخکې، په هیند کې د درغلیو پر ضد او د هغو پیسو چې د ده په خبره، هیندي چارواکو په بهرنیو بانکونو کې ایښې دي بیرته خپل هېواد ته د وروړلو لپاره د نه خوړلو هړتال پیل کړ. بابا رام دیو د هند په یوه ټيلي وېژن کې د یوګا د یوې خپرونې له کبله ډېر شهرت لري. دی د ټولنې او د هیند د اپوزیشن د ګوند هند نشنلسټ پارټۍ ملاتړ لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG