د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ پر ضد به ګډه مبارزه کوو: ګیلاني، کرزی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د دې هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې یوې ګډې خبري غونډې ته وینا کړې ده.

د خپلې وینا پر مهال دواړو مشرانو هوډ څرګند کړ چې د ترهګرۍ پر ضد به مبارزه په ګډه کوي. دواړو مشرانو وویل چې په دې جګړه کې د یوه بل همکارۍ او مرستې ته اړتیا لري. د یوې پوښتنې په ځواب کې افغان ولسمشر حامد کرزي موده مخکې د خیبر پښتونخوا په بر دیر کې د امنیتي سرتېرو پر پوسته د وسله والو پر برید د خپګان څرګندونه وکړه او ویې ویل: ((د باجوړ او بیا د دیر پر امنیتي پوستو بریدونه وارخطا کوونکې علامې دي. دا زموږ لپاره یوه یادګېرنه ده چې حالات له زغمه وتلي دي او په ريښتیني ډول د دواړو هېوادونو امنیت سم او ژور ځپي.)) ده وویل د دیر د پېښې په اړه په رسنیو کې ویل شوي ول چې سلګونه اورپکو پر پوستې برید کړی وو نو دی به حتماً دې مسلې ته ګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG