د لاسرسي ځای

د ترهګرۍ پر ضد د جګړې ګډ هوډ


افغانستان: په کابل کې افغان ولسمشر حامد کرزی د پاکستان له وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني سره خبرې کوي. اوسمهال افغان ولسمشر په پاکستان کې دی. د ۲۰۱۱ز کال د اپرېل شپاړسمه.

افغانستان: په کابل کې افغان ولسمشر حامد کرزی د پاکستان له وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني سره خبرې کوي. اوسمهال افغان ولسمشر په پاکستان کې دی. د ۲۰۱۱ز کال د اپرېل شپاړسمه.

رپورټ: مشال راډیو

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د دې هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې یوې ګډې خبري غونډې ته وینا کړې ده.

د خپلې وینا پر مهال دواړو مشرانو هوډ څرګند کړ چې د ترهګرۍ پر ضد به مبارزه په ګډه کوي. دواړو مشرانو وویل چې په دې جګړه کې د یوه بل همکارۍ او مرستې ته اړتیا لري.

د یوې پوښتنې په ځواب کې افغان ولسمشر حامد کرزي موده مخکې د خیبر پښتونخوا په بر دیر کې د امنیتي سرتېرو پر پوسته د وسله والو پر برید د خپګان څرګندونه وکړه او ویې ویل: ((د باجوړ او بیا د دیر پر امنیتي پوستو بریدونه وارخطا کوونکې علامې دي. دا زموږ لپاره یوه یادګېرنه ده چې حالات له زغمه وتلي دي او په ريښتیني ډول د دواړو هېوادونو امنیت سم او ژور ځپي.))

ده وویل د دیر د پېښې په اړه په رسنیو کې ویل شوي ول چې سلګونه اورپکو پر پوستې برید کړی وو نو دی به ((حتماً دې مسلې ته ګوري. که چېرې داسې یو شی هم په لاس راغی چې اورپکي له افغانستانه اوښتي ول نو دا بیا د افغان حکومت او ولس ذمه واري ده چې ګام واخلي او د دې مخه ونیسي.)) کرزي وویل: ((دا بیا د پاکستان د حکومت هم ذمه واري ده چې افغانستان ته د تلونکو اورپکو)) مخه ونیسي.

تر دې خبري غونډې مخکې دې مشرانو د دواړو هېوادونو د سولې د ګډ کمېسون د لومړۍ غونډې مشري وکړه.

تېره ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي له خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداري سره ولیدل. زرداري پر دې مهال وویل: (( د دې اړتیا نشته چې د چا پر ضد د جګړې لپاره دې پر موږ فشار وي. موږ د پاکستان پخپله ساتنه کوو. دا د پاکستان جګړه ده، دا د پاکستان دښمنان دي. دوی زموږ بچي، وروڼه، او خویندې وژني، دا هغه څوک دي چې زما د بچیو مور یې ووژله. زما په نظر موږ د بل هیڅ چا جګړه نه کوو. پاکستان خپله جګړه کوي.))

افغان ولسمشر حامد کرزی د جمعې په ورځ د پاکستان د دوه ورځیني سفر پر مهال اسلام اباد ته ورسېد. د ورځپاڼې په خبره دې سفر ته د هغې هڅې په سترګه لیدل کېږي، چې له طالبانو سره د خبرو په ترځ کې دې د پاکستان مرسته یقيني کړل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې افغان ولسمشر حامد کرزی اسلام اباد ته د خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداري په بلنه ورغلی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یوه مقاله کې لیکي: ((کرزي له پاکستاني مشرتابه سره ناهمواره اړیکي لرلي دي. دا سفر ښايي مالومه کړي چې د دواړو ګاونډیو ترمنځ د بې باورۍ ښکار اړیکي کوم لور ته روان دي.))

دي نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې ډېر مهم رول لري، ځکه چې دا هېواد پر بېلا بېلو طالب ډلو اغېز لري چې په افغانستان کې د امریکايي و ناټو ځواکونو پر ضد جنګېږي. زیاتره طالب وسله والې ډلې او مشران یې د پاکستان له قبایلي سیمو خپل کارونو پر مخ بیايي.
XS
SM
MD
LG