د لاسرسي ځای

د پاکستان و افغانستان اړیکي په کوم لور ځي؟


راولپېنډۍ: د چکلاله پر هوايي ډګر د پاکستان د لوبو وزیر شوکت اله افغان ولسمشر حامد کرزي ته ښه راغلاست وايي. د ۲۰۱۱ز کال د جون لسمه.

راولپېنډۍ: د چکلاله پر هوايي ډګر د پاکستان د لوبو وزیر شوکت اله افغان ولسمشر حامد کرزي ته ښه راغلاست وايي. د ۲۰۱۱ز کال د جون لسمه.

دي نیویارک ټایمز ورځپاڼه په خپله یوه مقاله کې لیکي افغان ولسمشر حامد کرزی د جمعې په ورځ د پاکستان د دوه ورځیني سفر پر مهال اسلام اباد ته ورسېد. د ورځپاڼې په خبره دې سفر ته د هغې هڅې په سترګه لیدل کېږي، چې له طالبانو سره د خبرو په ترځ کې دې د پاکستان مرسته یقيني کړل شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خبره، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې افغان ولسمشر حامد کرزی اسلام اباد ته د خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداري په بلنه ورغلی دی.

ورځپاڼه لیکي: ((کرزي له پاکستاني مشرتابه سره ناهمواره اړیکي لرلي دي. دا سفر ښايي مالومه کړي چې د دواړو ګاونډیو ترمنځ د بې باورۍ ښکار اړیکي کوم لور ته روان دي.))

دي نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي: ((پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې ډېر مهم رول لري، ځکه چې دا هېواد پر بېلا بېلو طالب ډلو اغېز لري چې په افغانستان کې د امریکايي و ناټو ځواکونو پر ضد جنګېږي. زیاتره طالب وسله والې ډلې او مشران یې د پاکستان له قبایلي سیمو خپل کارونو پر مخ بیايي.))

دي نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې مشر لیون پانیټا هم تېره ورځ په اسلام اباد کې وو. د امریکا ولسمشر باراک اوباما نوموړی د دفاع د وزیر په توګه نومولی دی.

امریکا: د سي آی اې اوسمهاله مشر لیون پانیټا د دفاع د وزیر په توګه تر نومول کېدو وروسته سېنېټ ته د پوښتنو ځوابونه ورکوي. نوموړی د جمعې په ورځ پاکستان ته ورسېډ. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د جون په نهمه اخیستل شوی.
ورځپاڼه لیکي لیون پانیټا د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني، او د پاکستان د استخباراتي ادارې له مشر جنرال احمد شجاع پاشا سره لیدلي دي.

په پاکستان کې د دفاعي چارو کارپوه پروفیسر حسن عسکري رضوي دي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته د کرزي د سفر په اړه ویلي: (( د سفر دوه موخې دي. لومړۍ دا چې ولسمشر کرزی له طالبانو سره د کوم قسم خبرو لپاره د پاکستان همکاري غواړي. دویم، څنګه چې ذمه وارۍ له امریکايانو افغان پوځ ته انتقالېږي، نو په افغانستان کې د حالاتو د ثبات لپاره به هغوی د پاکستان همکارۍ ته اړتیا لري.))

حسن عسکري ورځپاڼې ته ویلي پېچلې خبره دا ده چې که یو خوا کرزی له پاکستان سره ښه اړیکي لرل غواړي نو بل پلو ته د هغه په حکومت کې ځېنې کسان د پاکستان ضد دي. نو ځکه د عسکري په خبره دی (( د دې سفر پر مهال د ځانګړي پرمختګ هیله نه لري.))
XS
SM
MD
LG