د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځوان د وژنې پر ضد دې ګام واخیستای شي: سپریم کورټ


د پاکستان سپريم کورټ په کراچی کې د رېنجرو لخوا د يوه کس د وژنې د کېس د اورېدنې پر وخت د سېند د پولیس او د رينجرز د مشرانو پر ضد د ګام اخيستو حکم کړی دی.
نن له پنځو ججانو د جوړ بنچ مشر او د سپريم کورټ چيف جسټس افتخار محمد چودري وويل چې دا پېښه د پولیس او د رېنجرز د مشرانو د استعفا لپاره کافي ده.
عدالت د کورنيو چارو وزارت ته د پېښي د رپورټ وړاندې کولو حکم هم کړی دی.
تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان قامي او د سېند اسمبلۍ پېښه غندلې وه او د سمدستي پلټنو غوښتنه يې کړې وه. وروسته د کراچی د رېنجرو مشر په خبري غونډه کې وويل چې په پيښه کې ککړ دوه عسکر يې نيولي دي. له تيرې ورځي راهيسې د پاکستان ميډيا داسې ويډیو خپروي چې په کې د رېنجرو پوځيان د کراچی پر يوه سړک سرفراز شاه نومي ځوان په ډزو وژني .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG