د لاسرسي ځای

افغان ولسمشر اسلام اباد ته رسېدلی دی.


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن د خپل دوه ورځیني سفر په ترځ کې اسلام اباد ته رسېدلی دی.

نوموړی د خپل سفر پر مهال د پاکستان د حکومت او پوځ له لوړ پوړو چارواکو سره ویني. د حامد کرزی وياند سيامک هيروي وايي، ولسمشر به د سولې بهير، د ترهګرۍ پر ضد جګړه او د اقتصادي همکارۍ په اړه له پاکستاني مشرانو سره خبرې کوي. ټاکل شوې، د دې سفر په مهال به د دواړه هېوادونو له چارواکو د جوړ شوي، د سولې د ګډ کمېسون غونډه به هم کېږي. له اسلام اباده د مشال راډیو خبریاله وايي له حامد کرزي سره د اتیا کسانو پلاوی دی چې په کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د دې هېواد د پوځ مشر هم دی.
XS
SM
MD
LG