د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر حامد کرزی په پاکستان کې دی


اسلام اباد: افغان ولسمشر حامد کرزی په پاکستان کې له خپل سیال اصف علي زرداري سره د خبري غونډې پر مهال. د ۲۰۱۰ز کال د سپټمبر پینځلسمه
اسلام اباد: افغان ولسمشر حامد کرزی په پاکستان کې له خپل سیال اصف علي زرداري سره د خبري غونډې پر مهال. د ۲۰۱۰ز کال د سپټمبر پینځلسمه
رپورټ: مشال راډیو

د افغانستان ولسمشر حامد کرزۍ نن په دوه ورځني سفر پاکستان ته رسیدلی دی. نوموړی د خپل دې سفر پر مهال د پاکستان له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره ويني.

د حامد کرزی وياند سيامک هيروي وايي: ((ولسمشر به د سولې بهير، د ترهګرۍ پر ضد جګړه او د اقتصادي همکارۍ په اړه له پاکستاني مشرانو سره خبرې کوي.))

ټاکل شوې، د دې سفر په مهال به د دواړه هېوادونو له چارواکو د جوړ شوي، د سولې د ګډ کمېسون غونډه به هم کېږي.

له اسلام اباده د مشال راډیو خبریاله انیسه اجمل وايي له حامد کرزي سره د اتیا کسانو پلاوی دی چې په کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د دې هېواد د پوځ مشر هم شته دی.

د حامد کرزي د سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزېټ سوداګرۍ تړون هم د پلي کولو لپاره لاسلیکېږي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټرانزیټ سوداګرۍ نوی تړون د امریکا په مرسته تېر کال د اکتوبر په اته ویشتمه نېټه لاسلیک شو. په هغه وخت کې ویل شوي ول چې دا تړون به د روان کال د فبرورۍ له میاشتې په عملي بڼه کار پیلوي. خو بیا د ځېنو اختلافاتو له کبله دا تړون عملي نشو او پاکستان دا تر څلورو میاشتو وځنډاوه.

تر دې وروسته، بیا د روانې میاشتې په دویمه نېټه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تهمینه جنجوعه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزېټ سوداګرۍ تړون ته حتمي شکل ورکړل شوی دی او دا به ژر پلي کړل شي.

دا د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته د ښاغلي کرزي پاکستان ته لومړی سفر دی.

تېره میاشت د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې، امریکايي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال، د القاعده مشر اسامه بن لادن وواژه.
XS
SM
MD
LG