د لاسرسي ځای


د ننګرهار په سرحدی ولسوالۍ دور بابا کې تیره شپه د یوه واده په مراسیمو وسلوال برید شوی چې ۹ تنه په وژل شوي او پنځه یې تپیان کړي دي.

په دې اړه د ننګرهار و والي ویاند احمد ضیا عبدالزي مشال ریډیو خبریال بازمحمد عابد ته ویلي چې دغه برید د دولت مخالفینو کړی دی.

(( د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ دوربابا سره کنډو کې د یوه قومي مشرچې په کور کې یې د واده مراسم هم روان و، وسله وال برید تر سره شوی چې ۹ تنه په کې وجل شوي او پنځه یې مرګوني ټپیا ن کړي دي. د دې کور تر څنګ د یو بل کور هوجره هم سوزیدلې چې په هغه کې یو سراچه موټر هم تباه شوی دی. دوی کومه شخصی دښمني نه لرله خو تر برید لاندې راغلې کورنۍ د دور بابا د ولسوال نیږدې خپلوان دي شاید دا یې سیاسي عامل وي. خو دا چې عاملین یې څوک دي په دې اړه څیړنې روانې دي څو عاملین یې تثبیت شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.))


که څه وسله والو طالبانو د دې پيښې په اړه رسنیو ته څه نه دی ويلي خو د دور بابا ولسوال همیشه ګل وايي چې درې تنه چې وسله والو طالبانو له ځان سره بیولي وو هغه بیرته راخوشي شوي او هغوی ته یې ويلي دي چې وژل شوي کسان د امریکا جاسوسان وو.

د یادولو وړ ده چې د دور بابا ولسوالۍ د ډیورنډ کرښې ته نیږدې پرته ده چې د شنوارو قومومونه په کې میشت دی چې اکثره خلک په کې په شخصی وسلو سمبال دی.
XS
SM
MD
LG