د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ختیځ کې پر یو واده برید نهه تنه وژل شوي

Afghanistan -- Men offer special prayers in front of the bodies of people who were killed after insurgents attacked a wedding party in Dur Baba district on the border with Pakistan, in Nangarhar province, 09Jun2011

د افغانستان چارواکي وايي د هیواد به مشرقي برخه دنامالومه وسله والو لخوا د واده په یوکور ډزو کې نهه تنه وژل شوي دي.

ایسو شیټډ پریس خبري ایجنسي د ننګر هار ولایت د ویاند احمد ضیاء عبدالزۍ د خولې وايي تیره شپه وسله والو د دغه ولایت په در بابا ولسوالۍ کې په یو کور هغه مهال ناڅاپي ډزې شورو کړې څه وخت چې دې کور د واده هله ګوله روانه وه.

برید کونکو د ډزو وروسته دغه کور یو ګاډي ته اور هم ورکړی . تر دې دمه چا دپيښې ذمه واري په غاړه نه ده اخیستې او په دې لړ کې پلټنې روانې دي.

ښاغلي عبدالزۍ زیاته کړې چې د دغه واده دهلک یو خپلوان ددې ولسوالۍ د انتظامیې مشر دې نو کیدې شي چې ددې برید تر شا کومه سیاسي هڅونه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG