د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې د اورپکو برید اته پاکستاني عسکر وژلي


د پاکستان امنیتي چارواکي بیګاه دشپې ناوخته په جنوبي وزیرستان کې وسله والو طالبانو په امنیتي ځواکونو برید کړې چې په نتیجه کې یې دواړو خواؤ ته مرګ ژوبله اوښتې.

درپوټونو ترمخه په درنه او سپکه وسله سنبال خوا اوشا سل وسله والو په مکین سیمه کې په یو چیک پوسټ برید کړې چې په ترڅ کې یې اته امنیتي اهلکار وژل شوي او دولس ژوبل شوي.

دپاکستان دامنیتي ځواکونو یو چارواکي رویټرز خبري ایجنسي ته ویلي په جوابی کاروايۍ کې دولس وسله وال وژل شوي او پنځه ژوبل شوي دي
دا په داسې حال کې ده چې په قبایلي سیمه کې دوسله والو پرضد د ډرون بریدونو کې زیاتوالې راغلې دې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG