د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر حامد کرزی سبا پاکستان ته ځي .



د خیبر پښتوخوا په آباد کې د القاعده شبکې د مشر له وژلو وروسته دا پاکستان ته د افغانستان لومړی جګ پوړی پلاوی دی چې ځي.

د مې په دویمه نېټه د امریکایي ځواکونو له لورې د اسامه بن لادن تر وژلو وروسته ولسمشر کرزي وویل، موږ به تل ویل چې د ترهګرو ځالې له افغانستانه بهر دي.

پاکستان وایي، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته یې بلنه ورکړې ده چې د جمعې په ورځ دغه هېواد ته لاړ شي.

د پاکستان حکومت په یوه بیان کې د چهارشنبې په ورځ وویل، حامد کرزي ته ولسمشر زرداري بلنه ورکړې ده او دی به شپه په پاکستان کې تیره کړي.

د ګل ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي وو، چې د افغانستان له ولسمشر سره به د هغو وسله والو په اړه خبرې وکړي چې د ده په وینا د افغانستان له خاورې د پاکستان دننه عملیات کوي:

« کوم خلک چې دلته راځي له پولې را اوړي چې ټپي شي د هغه ځای په روغتونونو کې یې درملنه کیږي، نو پاکستان هم دا حق لري چې پوښتنه وکړي چې افغانستان ولې د دې خلکو پرضد عملیات نه کوي.په وروستیو کې په بر دیر کې په سلګونو وسله والو پر پاکستاني پوځیان بریدونه وکړل له دوي سره نوې وسلې وې، مخابراتي سیستم ورسره وو.هاخوا ته چې په بلوچستان کې څه کیږي، بې امني ده، د دې هر څه تر شا د چا لاس دی؟دا ډیرې مهمې خبرې دي او پر دې به له افغان ولسمشر سره خبرې کوو

رحمان ملک د تیرې اونۍ چهارشنبې پیښې ته اشاره کوله، چې د حکومت په وینا شاوخوا څلور سوه وسله والو د کونړ له پولي سره ترڅنګ د بر دیر پر شلتالو پوستې برید وکړ او نژدې دیرش پوځیان په دې برید کې ووژل شول.

د طالبانو د رژیم له ماتې راورسته افغان حکومت تل پاکستان تورن کړی دی چې ددغه ملک د استخباراتي ادارې یو شمېر کړۍ یې د افغانستان دننه له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي، پاکستان بیا دا تورونه رد کړې دي .

بل لور ته پرون په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو یوه کمندان مولوي نذیر رویټرز اژانس ته ویلي ، که چیرته د امریکا بې پیلوټه الوتکې پر قبایلي سیمو بریدونو ته دوام ورکوي دوي به د افغانستان دننه د امریکایي پوځیانو پرضد خپل بریدونه زیات کړي.

د پاکستان د حکومت په خپاره کړې بیان کې ویل شوې دي چې د ولسمشر کرزي له سفر سره به د دواړو ګاونډيو هېوادونو او خلکو تر منځ اړیکي پیاوړې شي.

ډير دا پوښتنه کوي چې پاکستان به دا هڅه وکړي که نه چې افغان طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي، لویدیځ هم اوس له طالبانو سره د سولې د خبرو هرکلۍ کوي.
XS
SM
MD
LG