د لاسرسي ځای


نړیوال مطبوعات لیکي په بحیره عرب کې د چین لخوا دبندرګاه جوړولو خبره ددغه هیواد دسامراجی خواهشاتو نه زیاته د پاکستان د مایوسي څرګندونه کوي.
ددې ترڅنګ ځینې ورځپاڼو په قبایلي سیمو کې د ډرون بریدونو په اړه هم لیکنې کړي.

فارن پالیسي مجله لیکي که څه هم د دوه ملګرو هیوادونو ترمنځ تګ راتګ کومه ناڅاپي یا دحیرانتیا وړ خبره نه ده،خو دپاکستان د جګ پوړو چارواکو لخوا چین ته دې ورستي سفر حیرانیدونکي حالات رامنځ ته کړي.

دپاکستان دفاع وزیر احمد مختار دچین ددورې نه په واپسۍ اسلام آباد کې دوه دغه ډول حیرانونکي اعلانونه وکړل، یو دا چې چین په بلوچستان کې دګوادر بندرګاه انتظام ترلاسه کولو باندې سلا شوې دې، او دویم دا چې چین ته یې په خپل هیواد کې دبحري ځواکونو لپاره دمرکز جوړولو دعوت ورکړې دې. خو دچین مشرانو سم د لاسه ددې خبرونو تردید اوکړو نو ښکاري داسې چې هغوي په دې اړه دوړاندې نه خبرنه وو.

فارن پالیسي مجله زیاتوي چین په دې لړ کې ډیر په احتیاط او پام ګامونه پورته کوي، ځکه چې که دبحري ځواکونو مرکز نه هم وي نو اقتصادي، امنیتي او سیاسي وجوهات هغه زړه راښکونکې خبرې دي چې دیو فعاله تجارتي بندرګاه لپاره یو هیله او امید پیدا کوي.

بلخوا ورځپاڼه کرسچین ساینس مانیټرد پاکستان په اړه یوه مقاله کې لیکي کې د ډرون په برید کې د الیاس کشمیري وژنه په قبیایلي سیمه دامریکا هغه تازه بریا ده چې دپاکستان داحتجاج باوجود، د پاکستاني پوځ سره دکړکیچن حالاتو په موجودګۍ یې په دغه سیمه کې ترسره کړې. او د ځینې امریکايي ولس دهغه پوښتنوجواب دې چې ځواکونه یې په دغه سیمه کې څه کوي.

ورځپاڼه دیو ځايي تن ګل د خولې وايي چې الیاس کشمیري دغلته د زیارت په ورځ دشمالي وزیرستان نه را غلې وو.
د ورځپاڼې په وینا د افغان شخړې د هواري لپاره په پاکستان کې کار روان دې، امریکا له یوې خوا د پاکستان په قباییلي سیمو کې پټ شوي د افغان طالبانو مشران په ډرون بریدونو کې په نښه کوي نو له بلې خوا په پاکستاني پوځ هم په دغه سیمو کې د املیاتو لپاره دباؤ زیاتوي. چې له مخه یې په افغانستان کې سوله راتلې شي خو دورځپاڼې په وینا دپاکستان پوځ دې لړ کې پوره پوره ملاتړ نه کوي.

کرسچین ساینس مانیټر زیاتوي چې که څه هم زیاتره ډرون بریدونه سم هدف په نښه کوي خو بیا هم پکې ځنې ولسي خلک وژل کیږي. ورځپاڼه د یو قبایلي ماشوم عجب نور مثال ورکوي چې مور پلار یې په کال ۲۰۰۸م کې په یو ډرون برید کې وژل شوي، عجب نور وايي پلار یې د ګاډی خرڅولو لپاره د کورنه روانده چې په ګاډی یې د ډرون برید وشو.

ورځپاڼه کرسچین ساینس مانیټر لیکي چې د پاکستان په شمال غربي برخو کې ځنې خلک د ډرون بریدونو حمایت کوي او وايي چې دغه شان هغه ترهه ګر چې دپاکستان پوځ یې په ختمولو کې ناکامه دې په ډرون بریدونو کې وژل کیږي.
XS
SM
MD
LG