د لاسرسي ځای

ژباړه:احمدشاه اعظمي

بي بي سي د ايران لخوا طالبانو ته د وسلو ورکولو په اړه يو راپور خپور کړی دی چي ليکي، داسي شواهد شته چي ايران په افغانستان کي طالبانو ته وسلې ورکوي او په نتيجه کي يې بریتانوي او نور ځواکونه وژل کيږي.

د ملګرو ملتونو د بنديزونو سربېره د ايران لخوا د طالبانو غوندي ترهګر تنظيمونو ته د وسلې ورکولو په اړه د بریتانيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير اليسټېر برټ ويلي چي ايران منافقانه، دوه مخی او ډېر خطرناکه هيواد دی.

د بُرټ قهر هغه وخت را څرګند شو کله چي په فبروري کي په افغانستان کي د جنګ په ميدان کي له وسله والو طالبانو سره زورور راکټ وموندل شول. وروسته پلټنو وښودل چي دا ډول راکټ يوازي ايران لري. بُرټ تر هغه وروسته بي بي سي ته وويل چي ايران په دې ښه خبر دی چي هغه څه کوي. يو خوا ته هغه هڅه کوي چي نړيواله ټولنه کي ځان شامل کړي او بلي خوا ته بيا داسي کارونه کوي چي هغه له نړيوالي ټولني سره تضاد خوري.

بي بي سي پخپل راپور کي د يو داسي خط حواله ورکوي چي په ملګرو ملتونو کي د برطانيې لخوا د ايران په اړه د امنيتي شورا کمېټۍ ته لېږل شوی او پکي ليکل شوي چي ايران طالبانو ته راکټونه ليږلي.


د دې سربېره لږ موده مخکي په افغانستان کي له برطانوي ځواکونو سره په جنګ کي طالبانو پرمختللې وسله استعمال کړل او په تيرو پنځلس مياشتو کي د طالبانو نښه ويشتونکو لخوا د عسکرو په وژنه کي زياتوب شوی دی.

په سنايپر نومي ټک په ټکه نښه ويشتونکي ټوپک باندي وژل شوی لومړی برطانوی عسکر درويشت کلن رچرډ ګرين و چي د ۲۰۱۰م کال د مارچ په مياشت کي د افغانستان د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کي ووژل شو. د هغه پلار کريس ګرين وويل چي طالبانو هيڅکله څوک داسي په نښه نه شي ويشتلای نو له دې څخه دا ويره څرګنديږي چي طالبان پرمختللي نښه ويشتونکي ټوپکان لري.

راپور زياتوي چي ملګري ملتونه د ايران لخوا د غېر قانوني وسلو د تړاو په اړه اندېښمن دي که څه هغه وسله له نورو هيوادو څخه ايران ته راځي يا له ايرانه نورو هيوادو ته ځي. په دې لړ کي ملګري ملتونه د کارپوهانو يوه ډله هم جوړوي چي امنيتي شورا ته مشوره ورکړي.

د دې کمېټۍ مشر سالومې زورابيخويلي دا مني چي سفارتي هلي ځلي به سل په سل کي د ايران دغه کاروبار و نه دروي. دی وايي، موږ ته مالومه ده چي ايران په پرله پسې ډول د ملګرو ملتونو لخوا د لګول شوو بنديزونو سرغړونه کوي او بيلا بيلو ډلو ته وسلې ورکوي.

بي بي سي د راپور په پای کي ليکي چي په دې اړه د نظر شريکولو لپاره نه خو هم په لندن کي د ايران سفارتخانې څه ډول ځواب وويلی او نه هم په ملګرو ملتونو کي د ايران سفارتي ډلي خپل غبرګون څرګند کړی.
XS
SM
MD
LG