د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په باب پنځه کیسې



ژباړه:منورشاه

که څه هم تیره میاشت د امریکا دبهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن پاکستان ته دسفر پر مهال ویلي وو چې پاکستاني چارواکي د اسامه بن لادن په پاکستان کې دموجودګۍ نه خبر نه وو، خو اوس هم ځنې سیاسي امریکايي مشرا ن په دې هیواد کې داسامه د پټېدلو په اړه یوشمیر پوښتنې لري.

ایناټول لیون د واشنګټن پوسټ په دې مقاله کې لیکي پاکستان چې دترهګرۍ پرضد جنګ کې دغربي نړۍ اتحادي دی خو څه وجه ده چې بیا هم ورباندې هومره اعتماد نه کیږي چې پکار دی. په دې لړ کې لیکوال وايي ځنې خبرې داسې دي چې په دې ټوله معامله کې هغې ته پاملرنه مهمه ده.

د ایناټول په وینا اولنۍ خبره دا چې پاکستان خپلې قامې ګټې یا هغه ګټې څه ته چې د دې هیواد پوځ قامي ګټه وايي تر هر څه اول په پام کې ساتي، او تل د هغې لپاره ګامونه پورته کوي. او دامریکايي مالي او پوځي مرستو باوجود کله د امریکا په ګټه هم کار کوي خو کله یې نه کوي.

لیکوال دویمه خبره دپاکستان په حواله دا کوي چې دغربی نړۍ سره داتحاد باوجود ددې هیواد ځنې پوځي چارواکي افغان طالبانو سره هم اړیکې لري. د لیکوال په وینا دوی افغان طالبانو ته پټن ځایونه ورکوي خو په افغانستان کې د طالبانو کاروایانې چې ډیرې موثره نه دي، دا څرګندوي چې دپاکستان پوځ له دوی سره پوځي مرستې نه کوي. افغان طالبان هم په پاکستان باور نه کوي او په پاکستان کې د طالبانو پخوانۍ سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي پاکستان دوه مخیزه پالیسي چلوي.

ایناټول په خپله مقاله کې دریمه خبره دا کوي چې دیوې سروې مطابق پاکستان کې صرف پنځه فیصده ولسي خلک دطالبانو په اړه ښه نظر لري خو زیاتره دطالبانو د سخت دریزه نظر خلاف دي. خو دلیکوال په وینا که امریکا په پاکستان کې دوسله والو پرضد یو اړخیز ګام پورته کوي او دپوځ چارواکي غلې پاتې کیږي نو دا ویره هم شته چې عام پوځیان دامریکا د مداخلت پرضد بغاوت وکړي او دا هیواد دکوم ډول انقلاب سره مخامخ کړي.

لیکوال وايي، امریکا پاکستان سره زیاتره مالي مرستې د پوځي امداد په شکل کې کوي خو پاکستان وايي چې دامریکايي مرستو نه څو چنده زیات زیان ورته د ترهګرۍ ضد جنګ کې رسیږي.

دا راز پاکستان په افغانستان کې میشت بهرنیو ځواکونو ته د سامان اوتیلو وړلو یوازنۍ کم خرچه لار هم ورکوي نو دا راز امریکا پاکستان ته د امر ورکولو په حال کې هم نه ده. ځکه چې ځینې پاکستاني چارواکي د چین په دوستې دا باور لري چې دضرورت په وخت دوي سره مالی مرستې هم کولی شي.

د لیکوال په نظر پنځمه خبره دا چې پاکستان کې د افغانستان نه شپږ چنده زیات خلک ژوند کوي، داسامه په پاکستان کې موندل او دلته داسلامي وسله والو ډلو شتون، وخت په وخت له دې ځایه د تلليو خلکو لخوا په غربي نړۍ کې د ترهګرو بریدونو هڅه کول داسې خبرې دي چې په دې ټوله شخړه کې دافغانستان نه هم زیات پاکستان ته پام ګرځوي.

خو ایناټول لیوِن په آخر کې وايي چې ددې ټولو خبرو مطلب دا نه دې چې امریکا دې دپاکستان پرضد کومه جارحانه پالیسی اختیار کړي بلکه ددې هیواد لويي آبادۍ، ایتمي قوت او پنځه لکه پوځ ته په کتو سره پکار دی چې ددوي سره په همکارۍ کې د ډیر احتیاط نه کار واخیستل شي.
XS
SM
MD
LG