د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د الیاس کشمیري وژنه نه تاییدوي



د رویټرز خبري اژانس د رپورټ تر مخه امریکایي او پاکستاني چارواکي په دې خبر باندې اختلاف لري چې د القاعده یو مهم مشر الیاس کشمیري په امریکایی ډرون برید کې وژل شوی دی. د دواړو هیوادونو چارواکو د ګل په ورځ خپل بیا نونه ورکړي چې دا ښایی د واشنګټن او اسلام آباد تر مینځ کشالې موجودې دي.

دوه ورځو وړاندې د پاکستان د استخباراتي ادارې چارواکو دا ادعا کړې وه چې د القاعده او په پاکستان کې د یوې بلې ډلې سره تعلق لرونکې مشر، الیاس کشمیري د پاکستان په قبایلي سیمه کې په امریکایی ډرون برید کې وژل شوی دی.

خبري اژانس زیاتوي د پاکستان له طرفه په دې اړه یو لړ بیانونه مخې ته راغلي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د ګل په ورځ خبریالانو ته ويلي چې د تر لاسه شوي معلوماتو په بنیاد د هغه په وژنه سل فیصده باوري دی.

خو په سیمه کې د ترهګرۍ ضد معاملې سره بلد امریکایي چارواکو دا ویلي چې د کشمیري د وژنې تصدیق نه شي کولی. او کیدای شي هغه اوس هم ژوندی وي.

رویټرز د یو امریکایی چارواکی له خولې ليکي چې له دې نه مخکې هم د الیاس کشميري د مرګ نا سم رپورټونه مخې ته راغلې دي. یو بل امریکایی چارواکي خبري اژانس ته ويلي داسې زیات امکان د ی چې هغه ژوندی وي خو دوی دا امکان په مکمل ډول نه ردوي چې ګني په ډرون برید کې وژل شوی دی .دې چارواکو خپل نومونه نه دي څرګند کړي.

د معاملې په اړه د دواړو هیوادونو تر مینځ تضاد د دوی له یو بل سره تعلقات ښايي چې په کوم لور روان دي. د امریکا او پاکستان تر مینځ تعلقات هغه وخت کړکیچن شو کله چې تېره میاشت په پاکستان کې اسامه بن لادن ووژل شو.

خبري اژانس د امریکا د شمکن کيدلو د وجوهاتو په اړه ليکي په ستمبر 2009م کال کې هم د کشمیري د وژل کېدلو نا سم رپورټ ورکړل شوي و. او زیاتوي په ډرون بریدونو کې د وژل شوو کسانو د شناخت تصدیق کول ځکه مشکل وي چې دا بریدونه په لرې پرتو سیمو کې تر سره کیږي چیرته چې بهرني خبریالانو ته د تګ اجازه نه وي.

د پاکستان یو ټي وي چینل د حرکت ال جهاد ال اسلامي ډلې حواله ورکړې چې د کشمیري د وژل کېدلو تصدیق یی کړې. نوموړې د دې ډلې مشر و چې د القاعده ملګرې و. دغه شان د برتانېې یو ټي وي چینل هم د دې ډلې د یو مشر د خولې د هغه د وژنې د خبر تصدیق کړې.

خو بلخوا امریکای شخصي اداره سایټ چې د اورپکو په اړه د ویب پاڼو څارنه کوي ، د کشميري د مړي تصویر باندې یې شک ښودلې چې په انټرنیټ خپور شوي.

خبري اژانس ليکي د پاکستان او امریکا تر مینځ په ډپلوماټيکي تعلقاتو کې هغه وخت مشکل را مینځ ته شو کله چې په اسلام آباد کې د امریکایی استخباراتي ادارې د مشر نوم ځای میډیا ته بر سېره کړل شو.

دغه تعلقات وروسته بیا نور هم کړکیچن شو کله چې د سي آی اې یو کارکونکي ریمنډ ډیویس دوه پاکستاني وګړي ووژل. چې د امریکا په خبره دغه دوه کسان شوک ماران وو. بیا په ایبټ آباد کې د امریکايي بحري ځواکونو ځانګړې ډلې پاکستان ته دخبر ورکولو نه پرته د القاعده د مشر اسامه بن لادن پر ضد عملیات وکړل.

رویټرز د یو پاکستاني چارواکي له خولې ليکي کشمیری چې یو پخوانې پوځي چارواکې و ، د ترهګرو په هغه نوملړ یا لسټ کې و چې واشنګټن پاکستان ته د نیولو او یا د وژلو لپاره ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG