د لاسرسي ځای

د هیند حکومت له امریکايي الوتکو جوړونکي شرکت بوینګ څخه د لسو پوځي الوتکو د اخیستو منظوري ورکړې ده.

د دې الوتکو ارزښت د ۴،۱ اربه امریکايي ډالره دی. دا له دې شرکت سره د دې هېواد تر ټولو لویه دفاعي سودا ده.

د دې سي ۱۷ ګلوبماسټر الوتکو سره به د هیندي هوايي ځواکونو وړتیا لا نوره ښه شي چې په چټکۍ جنګي سامان او سرتېري تر لرې واټنونو ورسوي.

تمه ده چې وروستی قرارداد به هغه مهال لاسلیک شي چې هیند د امریکا حکومت ته د قبولیت لیک ورکړي.
XS
SM
MD
LG