د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق:۵ امریکايي سرتېري او ۲۶ کسان وژل شوي


په عراق کې د تاوتریخوالي پر مهال د پینځو امریکايي سرتېرو په ګډون ۲۶ کسان وژل شوي دي.

د هېواد په تکریت ښار کې د ځانمرګي موټر بمي برید پر مهال اوولس کسان وژل شوي دي. برید د پخواني واکمن صدام حسین د پخوانیو ماڼیو وره کې شوی دی چې اوسمهال په کې امنیتي افسران اوسېدل.

هلته په پلازمېنې بغداد کې د سنیانو په سیمه کې د بریدونو پر مهال یو سرتېری او دوه نور کسان وژل شوي. د کورنیو چارو وزارت وايي د موټر بمي برید پر مهال د فلسطین په نوم په یوه ولسوالۍ کې یو کس وژل شوی او لس ژوبل دي. د امریکا پوځ د خپلو پینځو سرتېرو د مرګ پخلی کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG