د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مشرانو ډله د اسټریا په پلازمېنه ویانا کې نن په دویمه ورځ هم غونډه کېږي.
دا غونډه به تر یوې اوونۍ روانه وي. د غونډې موخه د سوریا او ایران د مشکوکو اټومي پروګرامونو په اړه خبرې کول دي.
هلته امریکا او نورو هېوادونو هم د اټومي انرژۍ پر نړیوالې ادارې فشار زیات کړی چې سوریا دې د خپل مشکوک و نا قانونه اټومي فعالیت لپاره ملامته کړي. تېره ورځ د غونډې د پرانیستنې پر مهال د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر یوکیا امانو وویل سوریا په همکارۍ کې پاتې راغلې ده. پر دې مهال د ایران د مشکوک اټومي پروګرام مسله هم په اېجنډې لوړ ځای درلود.
ښاغلي امانو په دې اړه وویل:(( زه غواړم چې بیا له ایرانه غوښتنه وکړم چې له ادارې سره دې پوره همکاري وکړي او بیا دې له دې ادارې سره په اړیکی کې شي چې د هغو فعالیتونو په اړه وضاحت ورکړي چې ښايي پوځي بڼه ولري.))
پر ایران تور دی چې د اټومي وسلې جوړول غواړي خو ایران دا ردوي او وايي د سوله ییزو موخو لپاره یې اټومي پروګرام روان دی.