د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په یمن کې د زغرده واک سپارلو غږ کړی


د امریکا سپینې ماڼۍ غږ کړی دی چې په یمن کې د ولسمشر علي عبداله صالح سعودي عرب ته تر تګ وروسته دې، د واک د سپارښت عمل ګړندی کړل شي.

صالح تر هغې وروسته سعودي عرب ته د درملنې لپاره لاړ چې د یوه برید پر مهال ژوبل شوی وو. له اوونیو راهیسې د صالح د ۳۳ کالنې واکمنۍ پر ضد مظاهرې روانې دي.

دا مظاهرې په وسله والې نښتې اوښتې دي. د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارنې ویلي د واک د سپارښت چټک عمل د خلکو په ګټه کې دی. هلته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د رژیم د سوله ییزې پای لپاره د خپل ملاتړ بیا ښودنه وکړه. مېرمن کلنټن وايي:(( موږ غواړو چې ټینګار وکړو چې د واک د سوله ییز او باترتیبه سپارښت غږ وکړو، بې له تاوتریخوالي سپارښت، چې د یمن د خپل اساسي قانون یا ایین ترمخې وي. او زموږ دریځ نه دی بدل شوی، دا هم هسې دی او موږ وایو چې د واک ګړندی سپارښت د یمني وګړو په بهترینو ګټو کې دی.))

تر دې مخکې تېره ورځ د یمن د حکومت مخالفینو مرستیال ولسمشر عابد ربو منصور هادي ته د واک ورکولو ملاتړ کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG