د لاسرسي ځای


دسوریا حکومت هوډ کړی چې د هیواد په شمال لویدیځ ښار جېسر الشغور کې د وسله والو لخوا په برید کې د ۱۲۰ امنیتي سرتېرو په وژلو غلی پاتې نه شي او د دولت پر ضد د بریدونو به کلک ځواب ورکول کېږي.

د رپورټ تر مخې امنیتي سوریايي سرتېري په یاد ښار کې له وسله والو سره په نښتو کې ښکېل دي.

البته فعالین وايي د ځايي امنیت په سر دفتر کې د امنیتي سرتېرو ترمنځ بغاوت شوی دی. سرتېرو پر هغو پولیسو ډزې کړې دي چې پر مظاهره کوونکیو یې ګولۍ نه ورولې.

داسې ویره ښودل کېږي چې حکومت ښايي ددغه بریدونو وروسته د ولسمشر بشارالاسد ضد مظاهره چیانوپر وړاندې پراخه کاروايي پيل شي .


نه خو هم د حکومت او نه هم د فعالینو د دې خبرو په ازاد ډول پخلی شوی دی، ځکه چې حکومت بهرنۍ رسنۍ تر سخت بندیز لاندې راوستې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الین ژوپې ویلي د سوریا ولسمشر بشار الاسد خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی.نوموړي په واشنګټن کې د خبرو پر مهال ویلي هېواد یې چمتو دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته لاړ شي او هلته د سوله ییزو مظاهره چیانو د ځورونې پر ضد د اسد د رژیم د غندنې پرېکړه لیک وړاندې کړي. خو د ده په خبره روسیه ښايي دا پرېکړه لیک رد کړي.
XS
SM
MD
LG