د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاهد اپريدي دانصاف غوښتو لپاره عدالت ته مخه کړه



ظفرکريمي کراچۍ


د پاکستان کرکټ ډلې پخوانی مشر شاهید اپرېدی د خپل حق غوښتو له د سیند هايي کورټ ته تللی او هلته یې درخواست جمع کړی چې پر هغه دې په کاونټي لوبو کې لګول شوی بندیز لرې کړل شي.

نوموړي په دې لړ کې پرون خبري کنفرانس هم کړی وو چې د پاکستان کرکټ بورډ دې هغه ته د کاونټي لوبو اجازت نامه ورکړي.

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی کپتان شاهد اپريدی وايي چې د کاونټي کرکټ لپاره اجازت نامه) اين او سي( دده حق دی او پکار ده چې کرکټ بورډ ورڅخه دا ونه سپموي ـ

شاهد اپريدي ويلي چې هغه په غلطه طريقه د کپتانۍ څخه لېرې کړی شوی دی ـ نوموړي دا خبرې د ګل په ورځ کراچۍ پريس کلب ته د خبرو په مهال وکړی ـ

د غونډې په مهال له شاهد اپريدي سره دهغه قانوني سلاکاران هم موجود وـ شاهد افريدي وينا وه چې هغه د هر يو لوبغاړي په مشرۍ کې لوبې کولو ته تيار دی خو په اوسنيو شرايطو کې هغه نشي کولې لوبې جاري وساتي ـ

هغه په کرکټ بورډ نيوکه وکړه چې له ده سره يې رويه ناسمه ده ،، زه د ديارلس څوارلس کلونو راهیسې لوبه کوم،زه په باعزته طريقه لوبې ته راغلی يم او غواړم په عزت لوبه پريږدم ،کومه طريقه چې کرکټ بورډ له ماسره کوي هغه بيخي غلطه ده ـ زما چې کوم حق دی هغه ماته راکول پکار دي ـ د کرکټ بورډ لخوا ماته د کاونټي کرکټ اجازت نامه نه راکول حېرانونکې خبره ده ،،


بل لور ته د پاکستان کرکټ بورډ مشر اعجازبټ د شاهد اپريدي خبري سياست بللی دی او ويلي يې دي چې د کاونټي کرکټ لپاره اجازت نامه د کرکټ بورډ نه بلکې د ډسپلنري کميټۍ پورې اړه لري ،،د اين او سي په اړه چې کومه فېصله شوې ده ،اپريدی حق لري چې دهغې په ضد اپيل وکړي ـ

د سپريم کورټ او هايي کورټ ريټايرډ ججانو باندې مشتمله يوه کميټي بورډ سره اړوندو چارو په اړه کار کوي ،شاهد اپريدی کولی شي هلته خپل اپيل وکړي ،،

د شاهد اپريدي او کرکټ بورډ ترمنځ د جوړې شوې شخړې په اړه پخوانی ټيسټ لوبغاړی سليم يوسف وايي چې د شاهد اپريدي او کرکټ بورډ پر يو بل تورونه د ستونزې حل نه دی ،،زما په خيال غلطيانې د ددواړو خواوو نه شوي دي ،دا خبرې منظر عام ته راوړل نه و پکار ـ بورډ کې کمزوريانې شته دي ـ مخکې هم ډېرو لوبغاړو غلطيانې کړي دي او په هغوي جرمانې هم لګول شوي دي خو بيا وروستو هغوی معاف کړی شوي دي او هم دا د بورډ لويه غلطي ده ـ زه شاهد اپريدي او کرکټ بورډ دواړو څخه هيله کوم چې سره کيني او ددې ستونزې حل وپلټي ځکه چې زمونږ کرکټ ټيم وار د مخه ورځ تر ورځه کمزورې کيږي او دا اختلافات د ټيم د لا نورې کمزورتيا سبب ګرځيدای شي ،،



د يادونۍ وړ ده چې شاهد اپريدي په کال ۱۹۹۶ کې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ته راوتلي وـ هغه به خپل دويم يوه ورځني ميچ کې به ۳۷ بالونو ۱۰۲ منډې جوړې کړې وې ـ

دهغه وخت راپدې خوا شاهد اپريدي د کرکټ د منيوالو په زړه کې ځاي جوړ کړی دی ـ لږه موده وړاندې شاهد اپريدي رسنيو سره په خبرو کې د کرکټ بورډ د چارواکو په اړه د خبرو روسته هغه د لوبډلې د کپتانۍ څخه ګوښه کړی شو او روسته بيا د کاونټي کرکټ دپاره د کرکټ بورډ لخوا دهغه اين او سي وځنډول شوه ـ د کرکټ بورډ لخوا ددې کړنۍ روسته د پخواني کپتان شاهد اپريدي او کرکټ بورډ ترمنځ اختلافات په ډاګه شول.
XS
SM
MD
LG