د لاسرسي ځای



سيد شاه سقيم کوټه


مومن خان او شېرينو د پښتو په ولسي ادب کې د نکل د برخې هغه دوه اتلان دي چې په مرګ يې پېړۍ اوښتې دي خو لا تر اوسه پورې يې خلک په مجلسونو کې داسې يادونه کوي لکه ايله څو کاله مخکې چې وژل شوي وي . د دغو دوو اتلانو قبر د بلوچستان په پښين سيمه د يوې غونډې پر سر جوړ دى چې اوس يې هم خلک زيات ته ورځي.

د پښين ښار ته څېرمه د کلا بټېزۍ په سيمه کې د يوې سپېرې غوڼدۍ پر سر جوړ شوى اوږد قبر چې اوږدوالى يې د لسو فوټو په شا و خوا کې اټکل کېداى شي خلک د مومن خان او شېرينو ډله ييز قبر بولي.

دغه جګ او ټيټ قبر د غونډۍ پر سر له توربخونو ډبرو څخه جوړ کړل شوى دى. شا و خوا يې درې څلور واړه قبرونه نور هم شته چې يو يې هم پر سر باندې ليکلې کتبه نه لري. د غونډۍ لاندې دريو خواوو ته د اوبو خوړونه دي او يوې خوا ته يې له خټو جوړې وړې وړې جونګړې ابادي دي. په دغو جونګړو کې له نورو سيمو راغلي مزدوران اوسي چې دا مهال تر غونډۍ لاندې د غنمو لو کوي. دغه مزدوران که څه هم ډاډه نه دي چې دا به د مومن خان قبروي خو وايي چې له نورو کسانو يې اورېدلي دي چې دلته مومن خان او شېرينو خښه ده.



(( زما نوم داوود دى. زهم د بل له خولې درته وايم . خلک وايي چې دا د مومن خان قبر دى. مونږ يې هم زيارت ته ورغلي يو ، يوازې ډبرې پرتي دي. تاريخ يې مونږ ته نه دى مالوم چې دا به رښتيا د مومن خان قبر وي که د بل چا))

(( خلک له شا و خوا سيمو څخه ورته راځي او زيارت يې کوي. خو داسې کومه ډبره پرې نه ده ليکل شوې چې ووايو دا به رښتيا د مومن خان قبر وي.))

((خاوري عبدالشکور نومېږم . خلک يې هغه د نکل مومن خان بولي چې هندوستان ته تللى وو او د کندهار اوسېدونکى وو. دا چې دغه قبر ډېر وړاندې دلته په پښين کې جوړ شوى وو او مونږ د افغانستان د ميمنې اوسېدونکي يو ځکه راته کره مالومات نشته))


د پښتو ژبي شاعر، ليکوال او څېړونکى سيد خير محمد عارف وايي چې که څه هم د پښين سيمې اوسېدونکي په دې باور دي چې د غونډۍ پر بې بيرغه او بې کتبې قبر د مومن خان او شېرينو دى خو بيا هم داسې کره شواهد نشته چې دغه خبره ثابته کړي.

(( له پښين بازار څخه چې ووزې نو د بټېزيو له کلي سره نږدې غونډۍ ده . پر دغه غونډۍ د ډبرو يو قبر دى چې ليک او کتبه نه لري . همدغه قبر د مومن خان او شېرينو په قبر مشهور دى . په اړه مي يوه ټپه هم ياده ده چې :

مومن پر لوړه غونډۍ کښېږدئ
چې خواره مور يې همېشه زيارت کوينه.

نو د غونډۍ له مناسبت سره کېداى شي همدا قبر د مومن خان وي خو په هر صورت د پښين اوسېدونکي ټول په دې متفق دي چې دا قبر د مومن خان او شېرينو دى. ))


خو د پښين سيمې اوسېدونکى او د پښتو ژبې ليکوال او څېړونکى عصت زهير بيا وايي چې مومن خان په خټه بټېزى ترين وو او دغه سيمه هم په بټېزيو ترينو اباده ده . دده په خبره که څه هم ځينې کسان د مومن خان او شېرينو قبر په جلال ابآد او کندهار کې بولي خو له دوى سره داسې شواهد شته چې ثابته کړې همدغه قبر د مومن خان دى.

(( مومن خان او شېرينو دواړه د اکا زوى او لور وو چې په همدغه سيمه کې اوسېدل. دويم ثبوت دا دى چې :
مومن پر لوړه غونډۍ پټ کړئ
چې خواره مور يې هر سهار زيارت کوينه.

درېيم ثبوت دا دى چې د مومن خان او شېرينو په نکل کې داسي ويل کېږي چې دوى دواړه يې د يوې داسې غونډۍ پر سر پټ کړل شول چې دريو خواوو ته يې د اوبو خوړونه وو ، او دغه غونډۍ هم دريو خواوو ته د اوبو خوړونه لري. بله خبره دا ده چې د مومن خان د نکل بل کريکټر زبردست خان هم په دغه سيمه کې خښ کړل شوى دى. البته شېرينو ورسره نشته ))

عصت زهير وړاندې وايي چې مومن خان له پښين سيمې څخه هندوستان ته د شېرينو د ولور په ګټلو پسې تللى وو خو هلته يې د باچا لور ګل غوټۍ وليده چې په اوښ سپره د ښامار په لوري روانه وه. هغه له ښاماره خلاصه کړه او پاچا د ده په نکاح کړه.

(( په کومه ورځ چې يې د پاچا لور په اوښ سپره کړې وه او ښآمار ته يې ورلېږله نو هماغه ورځ مومن خان د يو زرګر په دوکان ناست وو ، دغه وخت د پاچا لور ګل غوټو ناره وکړه :

ځوانانو ننګ راباندې وکړئ
پلار مي مغل دى ما ښامار ته استوينه.

دغه نجلۍ مومن خان د ښامار له خولې خلاصه کړه او پاچا ده ته پسې ورکړه. بيا چې کله مومن خان خپلې سيمې بټېزو ته راغى نو دغه نجلۍ له شا پسې راغله. دلته چې مومن خان ناخبره د شېرينو کور ته واووښت نو زبردست خان په اوومه چاړه وهلو مړ کړ د دې کيسې د کرکټرونو زيارتونه او يادې شوې سيمې همدغه دي ځکه خو مونږ ورڅخه د ثبوت په توګه کار اخلو.))

د پښين د اوسېدونکيو په خبره اوس هم کله کله مازديګر مهال ځينې نارينه او ښځې د مومن خان او شېرينو قبر ته راځي او زيارت يې کوي چې زياته برخه يې هغه ځوانان او پيغلې وي چې په مينه کې ناکامه شوي او يا هم له ستونزو سره مخ وي.
XS
SM
MD
LG