د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جومات په نوم چنده که دنده؟



نقیب الله متونوال سوات

د ډيورنډ كرښې دواړو غاړو ته د پښتنو سيمو كې اكثره جوماتونه اومدرسې په چندو اباديږي. او دا چندې د اوړي او مني د حاصلاتو د راټولولو په وخت كې لا زياتيږي.

خو په ځينو سيمو كې یو شمیر داسي خلک هم وي، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د جومات یا د دیني مدرسې په نوم له خلکو چندې اخلي.

د افغانستان په خوست اونورو سيمو كې دا وخت د غنمو لوونه روان دي خو ورسره سم د مدرسو او جوماتونو لپاره زکاتونه او چندې هم راټولېږي.او ددې لپاره پر په لاوډ سپيكرو اعلانونه هم كيږي.

خلک هم د دغو ځایونو د جوړولو او آباد ساتلو لپاره د خپلو حاصلاتو او نغدو پیسو څخه چندې ورکوي او غواړي د دې ځایونو په ودانولو کې خپله هر ډول مرسته وکړي، اجر او ثواب وګټي.
پر دې سربيره په سړكونو هم پړي اچول شوي وي او د جومات او مدرسې په نوم چنده ټوليږي.

خو یو شمیر خلک وایې، چې داسي خلک هم شته، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د جومات یا د دیني مدرسې په نوم له خلکو پیسې اخلي.
د هغه خلکو په اړه، چې دوی په بازار کې د خپل شخصي جیب لپاره د جومات یا مدرسي په نوم پیسي له خلکو اخلي په اړه يې په خوست ښار کې د خلیل الرحمن په نوم یو دوکاندار وايي ، چې ده په خپلو سترګو دا ډول کسان لیدلي او زياتوي،’’ يوه ورځ په هوټل کې ناست وم، چې دوه تنه سپین ږیرې راغلل او د جومات په نوم یې پیسي له خلکو ټولې کړي. ما په خپله دا کسان وڅارل چې ګورم په یوه ګوښه ځای کې سره کیناستل او دا پیسي یې په خپلو منځو کې سره وویشلي٬٬

د احمد په نوم يو بل تن وايي،چې دى هم یو ځل له دا ډول خلکو سره په خپل کلي کې مخا مخ شوی، چې د دوی د کلي سړک په سر څو تنو یو کټ ایښى وو، او ويل يې، چې د جومات چنده ده ، صدقه جاریه ده او د جنت داخله ده. همدا نارې يې وهلې د کلي ټولو خلکو په دې نیت، چې په رښتیا دوی د جومات لپاره چنده ټولوي پیسي يې ورکولي.خو په پای کې معلومه شوه، چې دوی ټګان دي، نو پولیس راغلل او دا کسان یې ونیول.

د همدې موضوع د لا روښانتیا لپاره مو په خوست کې د حج او اوقافو له ریس مولوی ظهار الدین نه وپوښتل، چې دوی په کوم وخت او په کومو شرایطو سره خلکو ته د چندو اجازه ورکوي ده وویل، چې دوی د غنمو دحاصلاتو ټولولو په وخت کې هغه کسانو ته چې دوی د خپل جومات او یا مدرسي لپاره غواړي چنده ټوله کړي ځانګړی کارت ورکوي، چې دوی د کارت په ښودلو سره له خلکو چنده واخلي.



مولوی اظهار الدین دا هم مني، چې یو شمیر كسان د جوماتونو او دیني مدرسو د جوړولو په نوم له خلکو پیسي ټولوي، خو ده له خلکو دا غوښتنه وکړه، چې که چیرې دوی دا ډول خلک ولیدل چې په دروغو دا ډول چندې ټولوي نو نوموړې ریاست ته دې خبر ورکړي، ترڅو د دا ډول خلکو مخه ونیسي.

د جومات او مدرسې په نوم له خلکو پیسي ټولول او بیا هغه په جومات او مدرسه نه مصرفولو په اړه شرعي حكم څه دى؟ د دې پوښتني په ځواب کې مفتی حبیب الرحمن وايي:” هر څوک چې په چل او فریب سره له خلکو پیسې اخلي نو دا پیسې هغه کس ته حرامي دي.”

د یادولو ده، چې که چیرې دا ډول اشخاص ونه پیژندل شي او مخه يې ونه نيول شي، نو په راتلونکي کې به خلک د هغه چا سره هم مرستې نه کوي څوک چې غواړې په رښتیا سره جومات یا مدرسه جوړه کړي او يا په دې ډول د خير ښيګڼې كار وكړي
XS
SM
MD
LG