د لاسرسي ځای


رپوټ فرخنده وزیر

نیویارک ټایمز او ایسوسیټډ پریس د اورپکې ډلی حرکت الجهاد ال اسلامی د مشر الیاس کشمیري د وژني په اړه لیکې، که څه هم د کشمیری د مرګ رپوټونه دي ، خو دا لا نشي ویل کیدای، چې کشمیری دې د تیرې جمعې ورځ په ډرون برید کې وژل شوی وي او که نه.

امریکایي ورځپاڼه نیویارک ټایمز د پاکستان د یوې اورپکې ډلې د مشر الیاس کشمیري د مرګ په اړه لیکي ، که څه هم په یو ډرون حمله کې د کشمیري د مرګ خبرونه دي ، خو تر اوسه د پاکستان او امریکا چارواکو د کشمیري د مرګ پوره تصدیق نه دی کړی.

ورځپاڼه وایي، هغه د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژني وروستو د دغه ډلې د مشرۍ یو کانډید کیدای شو. امریکایی چارواکي هغه د القاعده د پوځي عملیاتو مشر ګڼي، او د هغه ۵ کسانو په لسټ کې وو، چې د پاکستان حکومت ته په ترهګر پیښو کې مطلوب وو.

په کشمیري د ۲۰۰۸ کال د هند د ممبۍ ښار د ترهګر بریدونو تور هم دی، او د امریکا او نورو غربي هیوادونو پرضد په ترهګر منصوبو جوړولو کې هم ککړ ګڼل کیدو.


خبري اژانس ایسوسیټډ پریس د هغه د مرګ د یوي ويډیو په اړه وایي، چې دوی ته تر لاسه شوی ، او د یو موبایل فون له لارې جوړه شوې ده، چې پکې یو شمیر مړي په هغه ځایی کی ښودل شوي دي، چې د تیری جمعی په ورځ امریکایی بې پایلټه الوتکو برید کړې وو، او زیاتوي په دې کې داسې نشي ویل کیدای چې په دغه وژل شوو کې کشمیری هم شامل دې او که نه.


خبریال سمیع یوسفزي مشال ریډیو ته وویل، دغه خپره شوی ویډیو د هغه د مرګ پوره مالومات نه لري، او زیاتوي په دغه ویډیو کې د هغه مړی نه دی ښودل شوی، او بیا د طالبانو لخوا دومره زر د کشمیري د مرګ تصدیق هم یو شمیر شکونه پورته کوي.

نیویارک ټایمز د یو پاکستاني چارواکي د خلې لیکي، د کشمیري د مرګ د رپوټونو تر ۹۵ فیصدي پوري تصدیق شوی دې ، او له نور مالومات روان دي، او زیاتوي دا ګرانه ده، په ډرون حمله کې د وژل کیدو وروستو د کشمیري د مرګ سل په سل تصدیق وشي.


په ۲۰۰۹ کال کی هم د الیاس کشمیري د مرګ خبرونه وو، چې وروستو دغه دروغ وښتل او دا ځل که څه هم د کشمیري اورپکی ډلې حرکت الجهاد ال اسلامي د هغه د مرګ تصدیق کړی ، خو د پاکستان او امریکا چارواکي یې پوره پخلی نه کوي.

دا چې د هغه د وژنې به په القاعده او په پاکستان کې په طالبانو څه اثرات وغورځیږي په اړه یې سمیع یوسفزی وایي ، د کشمیري وژنه که څه هم د طالبانو لپاره یو بد خبر دی ، او د هغه وژنه به پخپله د هغه ډلې ته هم زیات زیان ورسوي.

یوسفزی زیاتوي ، په پاکستان کی طالبانو او القاعده د خپلو مشرانو د وژنې وروستو خپل عملیات نه دي ودرولي او نور مشران یې ټاکلي دي.

نیویارک ټایمز لیکي ، د کشمیري د مرګ تصدیق تر دې وخته د راغليو ثبوتونو نه نشی کیدای ، او زیاتوي دا هم نه ده مالومه چې د اسامه بن لادن د وژنې وروستو څه رنګ دومره زر د پاکستان او امریکا استخبارات الیاس کشمیري ته ورسیدل.
XS
SM
MD
LG