د لاسرسي ځای

تازه خبر

آکسفېم په شام کې پر انټرنېټ بندیز غندلی دی




ژباړه :بوریوال کاکړ


د ً فریډم هاوس ً په نامه د خلکو د سیاسي حقوقو او ازادۍ لپاره کارکوونکې امریکايي ادارې په شام کې د حکومت له خوا پر سولیه ییزو مظاهره چیانو د تازه تشدد او د انټرنیټ د بندښت غندنه کړېده . دا په داسې حال کې ده چې په دې هیواد کې د بشري حقوقو د کارکونکو په وینا امنیتي ځواکونو د هما په ښار کې پر مظاهره چیانو ډزي کړي دي او لږترلږه څلوېښت تنه یې وژلي دي. هم دا ډول د دې هیواد په یو شمېر نورو ښارونو کې پر مظاهره چیانو د بریدنو په اړه رپوټونه راغلي دي.

په شام کې د تاوتریخوالي لړۍ له هغه وروسته پسې توده شوې ده چې د امنیتي ځواکونو له خوا د وژل شوي دیارلس کلن هلک حمزا الخطیب تصویرونه او ویډیو په خلکو کې خپره شوه.

فریډم هاوس د شام د حالاتو په اړه په خپاره کړي رپوټ کې د دې ادارې د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د خپرونو د مشر چارلس دوون له خولې لیکي ، په شام کې د بشرالاسد د رژیم له خوا د سیاسي بندیانو لپاره د د بخښنې او ملي خبرواترو وړاندیونه د دې لپاره کافي نه دي چې په دې هیواد کې د سیاسي کړکېچ او مخ پر خرابېدو بشري حقوقو مخه دي ونیول شي. او د هغه په فکر اوس باید داسې فکر ونه شي چې د رژیم به اصلاحات راولي.

د فریډم هاوس دا رپوټ د بشري حقوقو لپاره د کارکوونکو له خولې لیکي ، په دې هیواد کې د مارچ په میاشت کې د ولسمشر بشرالاسد د حکومت پرضد د راپورته شوي احتجاج په ترڅ کې تر اوسه له یوولس سوه څخه زیات کسان وژل شوي او شاوخوا لس زره په بند کې اچول شوي دي.

رپوټ زیاتوي ، د دې لپاره چې د شام ولس او نوره نړۍ په دې هیواد کې د حکومت له خوا د تشدد په اړه پوره مالومات تر لاسه نه کړي ، د دې هیواد حکومت پر ټلیفون او انټرنیت دواړو بندیز لګولی دی.

رپوټ لیکي ، په مصر او لیبیا کې هم داسې تګلارې خپلې کړل شوې وې چې بیخي لږ اغېزه یې کړې وه. فریډم هاوس د شام پر حکومت ږغ کړی دی چې په سم دستي توګه دي په ټول هیواد کې د ټلیفون او انټرنیټ شبکې پر ځای کړي.

فریډم هاوس په شام کې د بدلون لپاره د هغه تړون ستاینه کړې ده چې د جون پر دویمه نېټه د ترکي د انتالیا په ښار کې یې د شام د اپوزېشن درې سوه غړي سره راغونډ کړي وو.

په دې تړون کې دا غوښتنې شوې دي چې ولسمشر بشرالاسد دي په سم دستي توګه استعفی وکړي او په دې هیواد کې دي په یوه کال کې دننه د جمهوریت لپاره لاره هواره کړي. او یو داسې روایتي جرګه دي جوړه کړي چې هغه دي د نوي قانون مسوده تیاره کړي او په هیواد کې دي د ازادو او سفا عامو او ولسمشریزو انخاباتو څارنه وکړي.

فریډم هاوس چې د اپرېل پر اتمه نېټه یې د ولسمشر بشرالاسد د استعفی غوښتنه کړې وه اوس د دې هیواد د اپوزېشن دا غوښتنې لاس لیک کړې دي او له امریکا څخه یې غوښتې چې هغوي هم د اپوزېشن د دې غوښتنو ملاتړ وکړي.

شام د ۲۰۱۱م کال د ازادې میډیا په لیکه کې نه دی راغلی او هم دا ډول د فریډم هاوس له خوا د سیاسي حقوقو او ولسي ازادۍ په اړه تر سره شوې نظر پوښتنه یا سروې ښي چې په ۲۰۱۰م کال کې هم په شام کې رسنیو ازادي نه درلوده.
XS
SM
MD
LG