د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تګال:سوسیالسټانو په ټاکنو کې ماتې خوړلې


د سوسیال ډموکراټ پي ایس ډي مشر پيدرو پاسوس کویلو
د سوسیال ډموکراټ پي ایس ډي مشر پيدرو پاسوس کویلو
په اوروپايي هېواد پورتګال کې سوسیالسټانو په انتخاباتو کې ماتې خوړلې ده.
په دې هېواد کې اقتصادي بحران دی.

د رسمي نتیجو تر مخې په دې هېواد کې سوسیال ډېموکراټانو شا و خوا ۳۹ فیصده رایې تر لاسه کړې دي. د تېرې ورځې په ټاکنو کې سوشیالسټانو ۲۸ فیصده رایې تر لاسه کړې دي.

دوی له تېرو شپږو کالونو راهیسې د هېواد د اقتصادي خرابۍ پر مهال واکمن ول. د نتیجو مانا دا ده چې سوسیال ډېموکراټان به اوس د دې وړ وي چې له یوه بل وړوکي ګوند سره یو ځای په پارلېمان کې اکثریت تر لاسه کړي.

د پورتګال په پارلېمان کې ۲۳۰ څوکۍ وي. تر پایلو وروسته د هېواد وزیراعظم جوز سوکرېټس د سوشیالسټ ګوند د مشر په توګه خپله استعفا اعلان کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG