د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا:موبایل شبکو ته دړکې خو د طالبانو انکار



نقیب الله متونوال خوست

د فغانستان په پكتيكا ولايت كې اطلاعاتي ادارو ېا مخابراتي شبکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د روانې میاشتې تر ۸ مې نېټې پورې ټولې مخابراتي شبکې خپل فعاليتونه تر ناڅرګند وخت پورې وتړي.

د ولایت د مرکزښرنې یوشمېر اوسیدونکي هم وايي چې دوی په خپلومسجدونوکې دا ډول شپې پاڼې لیدلې چې پكې مخابراتي شبکو ته ګواښونه شوي دي.

د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د موبایل ټلیفوني شبکو د بندیدو لپاره شپې پاڼې خپرې شوي، چې د جون میاشتې تر۸ مې نېټې پورې خپل فعالیتونه ودروي.
دغه شپې پاڼې ګواښ کوي، چې که دا مخابراتي شبکې خپل فعالیتونه بند نه کړي نو د دوی ټاورې به په بمونو والوزول شي.
د پکتیکا د ښرنې یواوسیدونکی چې دنوم ښودلو څخه یې ډډه کوله مشال راډيوته وویل، چې کله سهار وختي د لمانځه لپاره جومات ته ولاړ د محراب ترڅنګ یې یوه پاڼه چې د طالبانو نښه یې لرله ولیده، چې په کې مخابراتي شبکو ته د دوی د فعالیتونو د بندېدو خبر ورکول شوی وو، او هم خلکوته ویل شوي وو چې د تلویزیونونو له کتلو ، حکومتي دندو ، او موسساتوکې کار کولو څخه منع شوي اوهم په پکتیکا کې د ځوانانو په مدني او فرهنګي ټولنو د بندیدو هم لیکل شوي.
په پکتیکا کې د مخابراتي شبکومسوولین وایې چې دوی ته هم دا ډول شپې پاڼې رسیدلي خو په مستقیم ډول نه دي ورته ویل شوي چې د موبایل ټیلیفوني شبکې بندې کړي ، خوکه ورته وویل شي نوله خپل مرکزي دفتر څخه به هدایت اخلي او په هغې به عمل کوي.

د پکتیکا په ګاونډ غزني کې هم د تېرو دوو اونیو راهیسې د موبایل څلور ټاورې په بمونو الوزول شوي او د خلکو په خبره چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړیدي.
بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې داشپې پاڼې د دوی له خوا نه دي خپرې شوي او د دې په لټه کې دي، چې معلومه کړي چا، او ولې د دوی په پته خپرې کړي دي.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې دافغانستان په هلمند او زابل ولایتونو په ځینوسیموکې د موبایل شبکې بندې شوې او د شپې له خوا خو د افغانستان په ګڼو ولایتونوکې د موبایل شبکې بندې اوهم د افغانستان د شمال ولایتونوپه ګډون په ډېرو ولایتونوکې د دې مخابراتي شبکو ټاورې الوزول شوي هم دي
XS
SM
MD
LG