د لاسرسي ځای



د خیبر پښتونخوا د نوښار پولیس د بم خونسا کولو چارواکو ویلي چې ددغه ښار په مال سړک په یوه بېکرۍ کې بیګا شپه تر سره شوې چاودنه یو ځانمرګی بمي برید وو. د نوښار پولیس مشر قریش خان هم د مشال ریډیو فواد علي شا ه ته ویلي چې دا یو ځانمرګۍ بمي برید وو.


دنوښار د پوځي روغتون (سي ایم اېچ) او د پېښور لېدي ریډینګ هسپتال چارواکي وايي چې په هغه برید کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ژوبل دی.

د پېښې په ځای کې عیني شاهیدان وايي چې برید ۱۵ منټ کم نهه بجې شوی وو.

دا یوه پوځي بېکري وه چې یو لوري ته یې د یې دپوځي توپخانې مرکز او بلې غاړې ته یې د پوځي سپلایي مرکز دی او مخامخ ورته د پوځي افسرانو کورونه دي.

ددغه ځانمرګي برید پړه ځايی طالبانو په خپل سر اخیستې ده.

دا څانرګۍ برید له هغې یوه ورځ وروسته رامنځ ته کېږي چې د پاکستاني چارواکو د ادعاوو له مخې په جنوبي وزیرستان کې بې پایلټه امریکايي ډرون الوتکو په القاعدې پورې تړلی د حرکت الجهاد ډلې مشر الیاس کشمیري وواژه.
تر اوسه لا امریکايي چارواکو د هغه د وژنې پخلی نه دی کړی.
XS
SM
MD
LG