د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر شمالي او جنوبي وزیرستان ډرون بریدونو ۱۷ اورپکي وژلي




پاکستاني چارواکي وايي، په قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ مشکوک اورپکي وژل شوي دي.

د پاکستانیو ځايي امنیتي چارواکو په خبره دوه بېلا بېل بریدونه له مرکز واڼه سره شا و خوا شوي دي.

چارواکي وايي دا باور لري چې په بریدونو کې یو شمېر بهرني مشکوک اورپکي هم وژل شوي.

د یوې اوونۍ پر مهال دا په جنوبي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو دویم بریدو وو.

د ډرون الوتکو بل برید د شمالي وزیرستان په شوال کې شوی چې د چارواکو په خبره پنځه تنه وسله وال پکې وژل شوی دی.


د جمعې ورځې د برید په اړه باور دی چې د حرکت الجهاد اسلامي وسله والې ډلې مشر الیاس کشمیري په کې وژل شوی.

چارواکي د نوموړي د وژنې د پخلي هڅې کوي خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وايي ۹۰ فیصده باور لري چې الیاس کشمیري وژل شوی دی.

ډرون بریدو په شمالي او جنوبي وزیرستان او دغه ډول په یو شمېر نورو قبایلي سیمو کې د تندلارو اور پکو ډلو پر وړاندې موثره وسله بلل کېږي،چې تر اوسه یې په سلګونه ځايي او بهرني اورپکي وژلي دي خو داسې رپوټونه دي چې په دغه بریدونو کې ځايي خلکو ته هم زیان رسېږي.
XS
SM
MD
LG