د لاسرسي ځای

افغانستان په ډيرو پښتني سیمو کې نجونو ته خو لومړی د كورنيو لخوا ښوونځيو ته د تګ اجازه نه وركول كيږي.

که چيرې یو شمیر نجونو ته په ښونځیو کې د زده کړو زمینه برابره شي، بیا هغوی نشي کولای، وروسته خپلي لوړې زده کړې په پوهنتون کې تر سره کړي او له ښوونځي ويلو وروسته يې كورنۍ بېرته په كور كينوي. له دې سیمو څخه یو هم د افغانستان خوست ولایت دی، چې نجونې يې د دا ډول ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان په ځنیو سیمو کې نجونې د بیلا بیلو لاملونو له امله نه شي کولای لوړې زده کړې ،او له دې خداى وركړي حق څخه برخمنې شي. دا ستونزه د نورهيواد پرتله په پښتني سیمو کې ډیره ده.

د دوى پر وړاندې تر ټولو زيات کورني محدودیتونه او ټولنيز دودونه او رواجونه هغه څه دي، چې دوى له لوړو زده كړو بې برخې كوي.

په خوست کې د نجونو ليسې څوتنه زده كوونكې وایې، چي د نجونو د زده کړو پر وړاندې یو علت هم د نجونو د مور او پلار بې تعليمي او بې سوادي ده، چي خپله لوڼې ښونځي ته نه پریږدي.

په خوست کې انجونه تر شنه اسمان لاندې زدکړې حاصلوي


كه څه هم يو شمېر كورنۍ به دې ته تيارې وي، چې خپلو نجونو ته د لوړو زده كړو كولو حق وركړي، خو هغوى او خپله نجونې بيا دې ته ګوته نيسي، چې په پوهنتون كې ټول استادان او محصلين نارينه دي او د ګوتو په شمېر نجونو ته هلته د زده كړو كول ګران وي.،” ډيرى داسي کورنۍ شته، چي دوی خپلو لوڼو ته په لومړيو کې ښونځیو ته د تګ اجازه ورکوي، خو وروسته چي کله نجلۍ څوارلس - پنځلسو کالو ته ورسیږي بیا يې کورنۍ د مروجو دودونو له امله د خپلو لوڼو په بهر وتلو شرميږي او نه پریږدي چې لوڼې يې خپلې پاتې زده کړې سرته ورسوي ٬٬

په خوست كې یو تن قومي مشر بسم الله جان هم وایې، چې د نجونو د زده کړو د نیمګړې پاتې کیدو یو لامل په سیمه کې د مروجو دودونو او د سیمي خلکو همدا محدودیتونه دي، چې نجونې نه شي کولای په ښونځیو او یا په پوهنتون کې خپلې زده کړې ترسره كړي .

نو څه كول په كار دي، چې نجونو ته د لوړو زده كړو زمينه برابره شي او د دوى دا روا حق هغوى ترلاسه كړي؟

پدې اړه ملک بسم الله جان وایې، چي دا ستونزه هغه وخت حل کیدای شي، چي کله ديني عالمان، د قوم مشران او مخور او هم حكومت په خپل منځ کې يوه فيصله وکړي، چې دوی باید خپلو لوڼو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او پدې برخه د ديني عالمانو تبلیغ ډیر ضرور دی، چې د هر کلي ملا امام او یا عالم د علم په ارزښت باندې خلک پوه کړي.

كه څه هم د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې اوس د نجونو يو هاسټل يا لیلیه جوړه شوې او لږه شمیره نجونې هم خپلي لوړې زده کړې په نوموړې پوهنتون کې تر سره کوي، خو دا شمیره د خوست نفوس ته په پام کې نیولو سره ډیر کمه ده او كه چېرې په پوهنتون كې د نجونو ډېرولو ته پام ونه شي، نو كيداى شي دا نجونې هم لوړې زده كړې په نيمايي كې پرېږدي.


دا چې د خوست په شيخ زايد پوهنتون کې اوس څومره نجونې په لوړو زده کړو بوختي دي د پوهنتون ریس پوهندوی ډاكټر ګل حسن ولیزى يې په اړه وايي،” سږ کال د کانکور په ازموینه کې د هیواد له بېلا بېلو ولایتو څخه اووه دیرش نجونې او له خوست نه یوازي اووه نجونې پوهنتون ته بریالی شوي دي.

اوس په خوست شیخ زاید پوهتون کې د نجونو لپاره یوه لیلیه هم جوړه ده، او بل دا چې د نجونو لپاره ښه شرایط برابر شوي، چي نجونې وکولای شي، چي خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.٬٬

ښايي ډېرو كورنيو نجونې په دې هم له زده كړو را ايسارې كړي وي، چې دوى مسلمانان دي او اسلام به دا اجازه نه وركوي، چې نجونې له كوره بهر زده كړې وكړي.
په دې اړه اسلامي احكام څه دي او په کومو شرایطو کې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکول شوې؟ ديني عالم مفتي حبیب الرحمن خوستی وایې، چې د شرعي احكامو له مخې علم په هر نر او ښځه باندې فرض دى. د علم په برخه کې د نر او ښځې لپاره کوم فرق نشته.

ده په خپلو خبرو کې دا هم وویل،” که چيرې د ښځو لپاره د شریعت له اصولو سره سم داسي یوه زمینه برابره شي، چي په هغې كې د نجونو او هلكانو د ټولګيو يا كلاسونو جداوالی وي، نو بیا د ښځو لپاره د زده کړې کول هيڅ مسله نه ده.٬٬

د یادولو ده، چي یوازې زده كړې نه دي، چې افغاني نجونې ترې بې برخې ساتل كيږي، بلكې په دې ټولنه كې ډېر نوررواجونه هم شته، چې له امله يې ښځينه طبقه كړيږي، چې ځينې بېلګې يې كورني تاوتريخوالي، په بدو او كم عمر كې د نجونو وركول هم دي
XS
SM
MD
LG