د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د سړک جوړونې کمپنۍ څلورساتونکي وژل شوي


د افغانستان خوست ولايت په سپېره ولسوالۍ كې نن سهار د سړك جوړونې يوې كمپنۍ د امنيتي كسانو په موټر د سړك غاړې بم چاودنه شوې چې له امله يې د شركت د ساتونكوقوماندان په ګډون درې سرتيري وژل شوي دي.

د سپېرې ولسوال محمدعظيم ځدراڼ د پيښې د تاييد ترڅنګ زياتوي، چې ياد كسان د هغه شركت ساتونكي دي، چې د خوست له دوه منده ولسوالۍ نه سپېرې او بيا د پكتيكاولايت ارګون ولسوالۍ ته غځيدلى سړك جوړوي.
تراوسه د دې چاودنې مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى.خو دداسې بریدونه پړه تل وسلوال طالبان پر غاړه اخلي.

له دې وړاندې هم د افغانستان په پكتيا، كندهار، لوګر او ځينو نورو سيمو كې هم د سړك جوړونې كمپنيو په امنيتي كسانو بريدونه شوي او په لسګونو كسان پكې مړه او ژوبل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG