د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل ښار پر چټلي چاپیریال اندېښنې


رپوټ حسیبه شهید


کابل ښار یو وخت د ښکلو ښارونو په کتار کی وو اوس د طبیعت له ناروغی او د ناپاکه چاپیریال له وجی په دوړو لوګیو او ناپاکیو اوښتی دی.

دې ستونزې ته د چاپیریال د نړیوالی ورځی د نماځلو پرمهال د چاپیریال ساتنی څانګی یوشمیر کارپوهانو اشاره کړې او اندیښنه یې ښودلی چی دې ښار ته نه خلکو او نه هم حکومت پام اړولی دی


په افغانستان کی د کرنې، روغتیا او چاپیریال ساتنې یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې که په کابل ښار کی د ککړتیا او ګڼې ګوڼې مخه ونه نیول شي نو په څو کلونو کې به دا ښار د ناپاکه چاپیریال له وجې د اوسیدو وړ نه وي.

د کابل پوهنتون، د زراعت د پوهنځي استاد نصار احمد کوهستاني د اتوار په ورځ د چاپیریال ساتنې د نړېوالې ورځې په لمانځلو پرمهال په افغان دولت کلکې نیوکې وکړل، چې د چاپیریال ساتنې په برخه کې یي څه ډول چی لازمه وه تراوسه کار نه دی کړی.

کوهستاني د کابل ښار ککړې هوا اوچاپیریال ته په اشارې وویل، چې دا وخت په کابل کی د دوړو او ککړ چاپیریال او د شنو سیمو د کمښت له امله له ځنګلې سیمو څخه د بېلابېلو مرغانو او الوتونکو شمېر هم کم شوی او د ځینو مرغانو نسلونه هم په کمیدو دي
دی زیاتوي، موږ په دې برخه کې هیڅ ډول لاسته راوړنه نه لرو، چاپیریال ساتنه عملي کار غواړي نه تشریفاتي، چې تاسې یواځې خلکو ته احصایې ورکړی او هغوي په شمېرو ماړه کړي.چارواکو مسولینو،په داسې حال کې چې په تیرو څو کلونو کې په هره برخه کې میلیونونه ډالر لګول شوي خو بیا هم وضیعت ورځ په ورځ خرابیږي.نو راځی په افغانستان کې د چاپیریال ساتنې په اړه خبرې پریږدو او عمل ته راشو، اصول له خپل کور، له دفتره شروع کړو،اوس مهال هم د مرغانو او ژویو ښکار روان دی، هغه مرغان چې په نړۍ کی پرې تحقیق کیږي موږ یي ښکار کوو وژنو یي،بجټ په دې برخه کې لګیدلی خو نتیجه هیڅ هم نده .٬٬



د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې په درې لسیزو جګړو کې، له یو اعشاره نهه میلیون هکټار، ځنګلونو څخه، یو اعشاریه دری میلیون هکټار پاتې ده.

د کابل پوهنتون د زراعت د پوهنځي محصلینو هم د کابل ښار د هوا ککړوالې لویه ستونزه بولي

دغه محصلین یاطالب علمان وایې، چې د دوي د معلوماتو له مخې په موټرونو کې د بې کیفیته تیلو، د خښتو په بټیو، حمامونو او نانوایویو کې د لرګیو او ربړونو په سوځولو سره د کابل ښارهوا مضره زهرجنو موادو لړلي، چې د انسانانو سربیره یي د ژوېو، مرغانو، او نباتانو روغتیا ته هم زیان رسولی دی

د چاپیریال نړېواله ورځ په لومړی ځل په سویډن کې ولمانځل شوه.

په افغانستان کې کتونکي نیوکه کوي او وایي، که څه هم د چاپیریال د نړېوالې ورځې د لمانځلو هدف چاپیریال ساتنې ته د خلکو د پاملرنې را جلبول دي خو وایي، چې په افغانستان کی د دې ورځې له لمانځلو سره سره بیا هم د چاپیریال وضیعت په ځانګړی توګه په کابل ښار کې د خرابېدو په حال کې دی.


خو افغان دولت او په کابل کی د چاپیریال ساتنی اداره وایي چې په کابل ښار کې د لازم نفوس نه ډير خلک اوسیږي او ښار ددومره خلکو د اوسیدو نه دي. نوددې خبرې مخنوی ددوی په وس کې نه دی خو بیا هم هلې ځلي کوي چی د چاپیریال په خوندي ساتلو بریالي شي .
XS
SM
MD
LG