د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صالح په تګ په سنا کې جشنونه


په یمن کې په التحریر څلور لاره کې مظاهرچیان د صدر علي عبدالله صالح سعودي عربستان ته د تګ په اړه د جشن کولو لپاره راغونډ شوي. نوموړې د هغه زخمونو د علاج لپاره تللی چې په دریم جون باندې په ولسمشریزه ماڼۍ کې ورته د یو راکټي برید پر مهال رسېدلی وو.

نوموړی په دې هیواد کې له ۳۰ کاله نه زیاتې مودې راهیسې واکمن دی چې پر ضد یې عام خلکو او د قبایلو ملیشیا مظاهرې شورو کړي دي.


په یمن کې نا کراري په سیمه کې د حکومت پر ضد د پاڅون برخه ده.دغه ملک کې له ۴۰ فیصده نه زیاته آبادي هره ورځ د ۲ ډالرو نه په کمه ګزاره کوي، نو ځکه یو غریب هیواد دې.


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG