د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشر صالح په تګ په سنا کې جشنونه



د مشال مرکزي خبري څانګې رپوټ

ژباړه:نجیب عامر


په زرګونو مظاهره کونکي نن دیمن د سرښار سنا لارو کوڅو ته راووتل چې دخوشالۍ نه یې ګډا کوله او دعلي عبداله صالح له هیواده وتل یې دځان لپاره بریا بلله . مظاهره کونکو د شکرانې په توګه درې غواګانې حلالې کړې او د یمن ملي بیرغونه یې رپول .

علي عبدالله صالح دخپلو ټپونو د درملنې لپاره دهفتې په ورځ ناوخته سعودي عربستان ته لاړ ، نوموړی د تیرې جمعې په ورځ په صدارتي ماڼۍ کې دننه دمخالفو له خوا دیو توغول شوي توغندي له امله ټپي شوی و.

ایسوسی ایټډ پریس خبري اژانس د یمن د یو چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکي : علي عبدالله صالح دخپلو دوو میرمنو اودیوشمیر ماشومانو سره هیواد پريښی دی.

نوموړي زیاته کړې دوی یوازې هغه مهال د ولس مشر له پلانه خبرشول چې هغه له یمن نه وتلی و.
ایسوسي ایټډ پریس دسعودي عربستان د یو چارواکي په حواله لیکلي چې د علي عبدالله صالح صحي وضع ښه نه ده.

صالح تر دیرشو کلونو پورې په یمن حکومت کړی خو په دې وروستیو کې دولسي خلکو د مظاهرو او د قبایلي ملیشه و د دښمنۍ سره مخامخ شوی دی.

په یمن کې نږدې څلویښت په سلو کې خلک دنادارۍ ژوند تیروي او دورځې ګټه یې د دوه ډالرو نه هم ښکته ده ، نو ځکه د عربو هیوادونو په منځ کې یمن دترټولو ټیټ اقتصاد درلودونکی هیواد ګڼل کیږي . په دغه هیواد کې خلکو وروسته له هغې د ولسمشر صالح د حکومت خلاف اواز پورته کړو چې په سیمه کې د پاڅونونو لړۍ پیل شوه.

په یمن کې ځینې لرې پرتې صوبې لا واردمخه د ښاغلي صالح دحکومت له کنتروله وتلي دي.

خلیجي دولتونو تل هڅه کړې چې د اپوزیسون او د صالح ترمنځ د واک د انتقال لپاره کومه مناسبه لاره پیدا کړي خو هرځل عین په اخر وخت کې صالح دا پلانونه رد کړي دي.
قبایلي ملیشه ځواکونه هم په دې وروستیو کې دهیواد په ځینو برخو کې فعاله شوي او د تشدد په پېښو کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي هم دي.

څارونکي وايي دعلي عبدالله صالح له خوا په داډول دهیواد پرېښودل د یمن حالات نور هم ترینګلي کولی شي.

دجمعې په ورځ په صدارتي محل د مخالفو د توغندویي برید او د ولس مشر علي عبدالله صالح د ټپي کیدو نه پس د تشدد نوې پیښې نه دي لیدل شوې .

سپینه ماڼۍ وايي چې دامریکا د متحدو ایالتونو ولس مشر بارک اوباما دخالي په ورځ دیمن د مرستیال ولس مشر عبدالرب منصور هادي سره خبرې کړي دي ، خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی وړاندې کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG