د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کي يوبل بلوڅ سیاستوال ووژل شو


په بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهسیې خلک پورته کېږي او بیا یې خرا مړي موندل کېږي
په بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهسیې خلک پورته کېږي او بیا یې خرا مړي موندل کېږي

خدای نور ناصر کوټه


دتربت پولیس وايي پېښه پرون غرمه د۱۲ بجوپه شاوخواکې رامنځ ته شوې. تردې پېښي سمدستي وروسته په شهرک او تربت کي بازارونه وتړل شول او لاریونونه پیل شوه. نیشنل ګوند نن په ټوله صوبه کي دکاربندیزیاهړتال اعلان کړی.

ددې ګونديوه مشرډاکټراسحاق بلوڅ مشال ته وویل؛ ډاکټرنسیم جنګیان زموږ دګونديوښه تکړه غړی وو، هغه ټول عمرديوه ښه سیاستوال په توګه کار کاوه. يوتعلیم یافته کارکوونکی وو. دده په وژنه نن موږ په ټول بلوچستان کي دکاربندیزاعلان کړی او درې ورځي به په ټولوښارونوکي دپریس کلبونومخي ته لاریونونه کېږي؛

دډاکټراسحاق په ویناتردې مخکي هم ددوي دګوندځيني غړي دنامعلومه کسانوله خواپه ډزو وژل شوي. خوددپه ویناتراوسه يې ديوه قاتل هم نیول شوی نه دی

. ډاکټراسحاق په بلوچستان کې د سیاسي هدفونو وژنه په اړه وايي، په صوبه کې تل هغه سیاستوال په نخښه کېږي چې له وطن سره مینه لري، چي له ملت سره مینه لري، زه په دې نه یم خبر چي داسي ولې کېږي.٬٬
ديوه بل بلوڅ ملتپال بلوچستان نیشنل ګوندویانداغاحسن بیاوایي دسیاستوالوپه وژنه دحکومت خاموشي دده په وینا يوه سوالیه نخښه ده. آغاحسن دډاکټرنسیم جنګیان په وژنه له مشال راډيوسره په خبروکي وویل، که وګوری په بلوچستان کي نن هم پوځي عملیات روان دي، نن هم سیاستوال په آزادۍ سره خپل ږغ نشي پورته کولی. ډاکټر نسیم جنګیان هم يوداسي سیاستوال وو چي دحق خبره به يې کوله، خودې کسانودده دا ږغ دتل لپاره بندکړ٬٬
دډاکټرنسیم جنګیان وژنه يوه ورځ وروسته له هغه کېږي چي په کوټه کې نامتوبلوڅ لیکوال اوپروفیسرصبادشتیاري دنامعلومه کسانوله خواپه ډزو ووژل شو
.
بلي خواته تیره ورځ دبلوچستان په لسبیله سیمه کي دوه نور خراب شوي مړی موندل شوي. له سیمي څخه دلیویزچارواکوپه ویناديوه پيژندګلوي دطارق بلوڅ په نامه سره شوې چي تعلق يې تربت سره دی، او دبل دعبدالحمیدبلوڅ په نامه چي تعلق يې له ویندر سیمي سره دی.

ډېری بلوڅ ملتپال ددوي دسیاستوالو وژنه او دخراب شویودموندلوذمه وار پخپله حکومت او دهغوي استخباراتي ادارې بولي، خو دحکومت له خواپه بیابیاویل شوي، وروسته ترپلټنوبه ددې ذمه واره څرګندشي.
XS
SM
MD
LG